ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

مسلميار: هېڅ زبرځواک نه دی توانېدلی چې  افغانستان د ځمکې له مخې محوه کړي

مسلميار: هېڅ زبرځواک نه دی توانېدلی چې افغانستان د ځمکې له مخې محوه کړي

author avatar
23 Jul 2019 - 16:57
مسلميار: هېڅ زبرځواک نه دی توانېدلی چې  افغانستان د ځمکې له مخې محوه کړي
author avatar
23 Jul 2019 - 16:57

 

 کابل (پژواک، د زمري لومړۍ نېټه ۹۸): د مشرانو جرګې رييس، د افغانستان په تړاو د امريکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ  د وروستيو څرګندونو په غبرګون کې وايي چې تر اوسه هېڅ زبرځواک نه دی توانېدلی ((امپراتور ماتوونکی افغانستان)) د ځمکې له مخه محوه کړي.

د امريکا ولسمشر ډونالډټرمپ، پرون د پاکستان له لومړي وزيرعمراخان سره له لېدنې وروسته، د جګړې له لارې په جګړه کې د برياليتوب پايلو په اړه د يو خبريال د پوښتنې په ځواب کې ويلي دي: ((که موږ وغواړو چې د افغانستان په جګړه کې بريالي شوو، ويلی شم چې په يوه اوونۍ کې بريالي کېدای شو، زه نه غواړم چې لسګونه ميليونه وګړي ووژل شي، زه د افغانستان لپاره پروګرامونه لرم، که وغواړم چې په دې جګړه کې بريالی شم، افغانستان به د جهان له نقشي محوه شي، هغه هم په لس ورځو کې، زه نه غواړم دا کار وکړم او نه غواړم په دې لار لاړ شم.))

د ټرمپ څرګندونو په ملي شورا کې د خلکو استازو غوسه راپارولې ده.

 د مشرانو جرګې رييس فضل هادي مسلميار د ټرمپ دا خبرې غندلي او ويلي يې دي چې افغانان د هغه چا پر وړاندې درېږي چې  پر خاوره يې يرغل وکړي.

نوموړي ټرمپ درواغجن انسان وباله ويې ويل چې په اسلامي هېوادونو کې درز اچول د هغه له پاليسي ګانو څخه يوه ده.

مسلميار له افغان حکومت څخه غوښتنه وکړه څو په دې اړه غبرګون وښيي او د هېواد له مشرانو او سياسيونو سره د يوغونډې په ترڅ کې په دې اړه پرېکړه وکړي او هغه دې بيا د هېواد له ملي شورا سره شريکه کړي.

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ له واشنګتن څخه د ټرمپ څرګندونو په اړه د سپيناوي غوښتنه کړې ده.

 د مسلميار په وينا، د ټرمپ څرګندوني نه يواځې افغانستان، بلکې د امريکا ولس ته هم سپکاوی دی؛ ځکه هغه وايي چې امريکا په افغانستان کې د تروريزم پر وړاندې جګړه کوي او دا جګړه د افغانستان او امريکا جګړه نه ده.

نوموړي زياته کړه: (( افغانستان د امپراتوري ګانو ماتوونکی هېواد دی، د روسانو او انګليسانو ماتې بايد هېرې نه کړئ.))

هغه امريکا ته په خطاب کې وويل: (( تر اوسه ملت ستاسو پر وړاندې نه دی درېدلی؛ خو که ملت ستاسو پر وړاندې ودرېږي، بيا به مو ټپونه جوړ نه شي.))

مسلميار زياته کړه چې انسانان بايد تکبر و نه کړي؛ ځکه د انسانانو ژوند اخيستل او د نړۍ له نقشې څخه د يو هېواد محوه کول، د الله (ج) قدرت دی.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.