ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په بامیان کې یو شمېر نجونو د زده کړو ترڅنګ ازاد کسب ته هم  مخه کړې

په بامیان کې یو شمېر نجونو د زده کړو ترڅنګ ازاد کسب ته هم مخه کړې

author avatar
23 Jul 2019 - 16:30
په بامیان کې یو شمېر نجونو د زده کړو ترڅنګ ازاد کسب ته هم  مخه کړې
author avatar
23 Jul 2019 - 16:30

 باميان(پژواک، د زمري لومړۍ نېټه ٩٨): په بامیان ولایت کې یو شمېر نجونې د لوړو زده کړو تر څنګ ازاد کسب هم کوي، ځکه نه غواړي له فراغت وروسته بې دندې پاتې شي.

 دا په داسې حال کې ده چې د تېرو اتلسو کلونو په جریان کې په بامیان کې لسګونو لوستو، کم لوستو او نالوستو نجونو او ښځو د کوچنۍ او منځنۍ سوداګرۍ، دوکاندارۍ، خیاطۍ، په کرونده کې کار، هوټل لرلو، د خوړو برابرولو او نورو کارونو ته مخه کړې ده.

 د یوه راپور له مخې، د افغانستان د اقتصاد وزارت  سږ کال اعلان کړی چې په افغانستان کې د کار پر شرایطو د برابرو ټولو ۱۵ میلیون کسانو له ډلې نهه میلیون بې دندې دي.

 دغه راز د لوړو زده کړو وزارت د معلوماتو له مخې، هر کال د لوړو زده کړو له دولتي او خصوصي موسسو څخه ۴۰ زره کسان فارغېږي خو ډېری یې بې دندې پاتې کېږي.

 د بامیانو پوهنتون د څلورم ټولګي زده کړیالې راضیې د بامیانو په بازار کې د خیاطۍ دوکان خلاص کړی او د لوړو زده کړو ترڅنګ عایداتي سرچینه هم لري.

نوموړې چې د ښځینه کميس پر ګنډلو بوخته وه پژواک خبري اژانس ته وویل، له تېرو درېیو کلونو راهیسې خیاطي کوي او ښځینه جامې ګنډي.

هغه زیاته کړه: ((هم درس وایم او هم خیاطي کوم، د خیاطۍ دوکان مې ځکه خلاص کړ چې د پوهنتون تر فراغت وروسته بې کاره پاتې نه شم، زما په څېر ډېرې نجونې شته چې د کار تشویش کوي او له همدې امله موږ یو شمېر نجونو اقدام وکړ او ازاد کسب ته مو مخه وکړه.))

نوموړي وویل، همدا اوس په یاد ولایت کې ډېرې نجونې شته چې لوړې زده کړې لري خو بې کاره دي.

راضیې زیاته کړه، د دغه کار له لارې توانېدلې چې د کورنۍ د اقتصاد په برخه کې هم مثبت رول ولوبوي.

د بامیانو پوهنتون د ټولنیزو علومو د دویم ټولګي محصلې زهرا وویل، د زده کړو تر څنګ یې په باميانو ښار کې دوکانداري پیل کړې ده.

هغې دوه کاله مخکې د بامیانو په بازار کې د ښځینه جامو پلورنځی چې زیاتره په لاس جوړې شوې، جوړ کړی دی.

 نوموړې زیاته کړه: ((تل مې تشویش کولو چې له پوهنتون څخه تر فراغت وروسته بېکاره پاتې نه شم. اوس په راحت فکر هم کار کوم او هم درس وایم او د راتلونکي په اړه اندېښنه هم نه لرم.))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.