غزني ښار (پژواک، د زمري لومړۍ نېټه ٩٨): د غزني حکومتي چارواکي وايي چې په دغه ولايت کې د هوايي بريد په ترڅ کې يو موټر بم او درې ځانمرګي موخې ته له رسېدو وړاندې له منځه وړل شوي، خو طالبان بيا دغه څرګندونې ردوي.
د غزني د والي وياند محمد عارف نوري د زمري په لومړۍ نېټه پژواک خبري اژانس ته وويل چې هوايي ځواکونو تېره شپه د ګېرو ولسوالۍ په مزار سيمه کې پر وسله اولو طالبانو هوايي بريد کړى دى.
د هغه په وينا، په دغه بريد کې يو مازدا موټر چې له چاودېدونکو توکو ډک و او درې ځانمرګي موخې ته له رسېدو وړاندې له منځه وړل شوي دي.
بل لورته د ملي دفاع وزارت هم د يوې خبر پاڼې په خپرولو سره دغه موضوع تاييد کړې ده.
همدارنګه د ګيرو ولسوالۍ يوه اوسېدونکي محمد انور پژواک ته وويل چې تېره شپه په دې ولسوالۍ کې پر طالبانو هوايي بريد شوى، خو د جزيياتو په اړه يې معلومات نه لري.
ده زياته کړه: (( د ګېرو ولسوالۍ مقام يې قره باغ ولسوالۍ ته نږدې يوې سيمې ته انتقال کړى، نو ځکه دلته د طالبانو فعاليتونه هم بېخي ډېر شوي دي.))
خو بل لورته د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته وويل چې تېره شپه په ګېرو ولسوالۍ کې پر طالبانو هېڅ ډول بريد نه دى شوى.
د يادونې ده چې د غزني له ١٨ څخه ١٤ ولسوالۍ يې له لوړ امنيتي ګواښ سره مخ دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن