کابل (پژواک، د زمري لمړۍ ٩٨):د افغانستان ولسمشرۍ ماڼې د ټرمپ د هغو څرګندونو په غبرګون کې چې د جګړې ګټلو لپاره افغانستان له نقشې ورکولی شي، وايي افغانستان به تل د نړۍ د سیاست صحنه کې په صلابت او عظمت پاتې شي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تېره ورځ په واشنګټن کې د پاکستان له لومړي وزیر عمران خان سره ناسته کې خبریالانو ته وویل، که دی وغواړي نو د افغانستان جګړه په یوه اوونۍ کې ختمولی شي او د دې کار لپاره دی په لسو ورځو کې افغانستان د نړۍ له نقشې ورکولی شي، خو نه غواړي چې داسې وکړي.
هغه ويلي چې له پاکستان او نورو هېوادونو سره پر دې کار کوي چې څرنګه امریکایي پوځیان له افغانستانه ووځي، ځکه امریکا نور نه غواړي چې په سیمه کې د پولیسو رول ولوبوي.
د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ د ټرمپ د دغو څرګندونو په اړه غبرګون ښودلى.
د ولسمشرۍ ماڼۍ په اعلاميه کې راغلي:"افغانستان د نړۍ له پخوانیو ملت – دولتونو څخه یو دی چې د تاریخ په اوږدو کې له څو بحرانونو څخه راوتلی دی. د افغانستان ملت هیڅ بهرني قدرت ته د خپل برخلیک د ټاکلو اجازه نه ده ورکړې او نه به یې ورکړي."
سرچينه ليکي چې له نړۍ او په ځانګړي ډول له امریکا متحدو ایالتونو سره د افغانستان شراکت او همکاري د متقابلو ګټو او متقابل درناوي پر بنسټ دي .
په اعلاميه کې راغلي: "موږ د سولې په راوستلو کې د امریکا د همکارۍ ملاتړ کوو، اما زموږ د هېواد اساسي برخلیک د بهرنیو دولتونو د مشرانو په ناستو کې د افغانانو د زعامت له حضور پرته نه شي ټاکل کېدلای. زموږ افغانستان به تل د نړۍ د سیاست صحنه کې په صلابت او عظمت پاتې شي."
د اعلاميې له مخې، د افغانستان دولت د دوه همکارو دولتونو ترمنځ هراړخیزو اړیکو ته په کتو له ډيپلوماتیکو او دولتي لارو له واشنګټن څخه د پاکستان لومړي وزیر سره د جمهوررئیس ټرامپ د څرګندونو صراحت او توضیحات غوښتي دي.
سرچينه زياتوي چې د افغانستتان دولت به د دې مسئلې اړوند تحولات په دوامداره توګه د افغانستان ازادو خلکو سره شریک کړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن