د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

«په افغانستان کې خبریالان خوندي نه دي او د تاوتریخوالي تر سیوري لاندې ژوند کوي»

«په افغانستان کې خبریالان خوندي نه دي او د تاوتریخوالي تر سیوري لاندې ژوند کوي»

Jul 23, 2019 - 20:01

کابل (پژواک، د زمري لومړۍ نېټه ۹۸): د «په افغانستان کې د رسنیو او قانون د سلو کلونو ارزونه» په نوم د سیمینار ګډونوالو په افغانستان کې د رسنیو پرمختګ د ستاینې تر څنګ وویل، په تېرو ۱۸ کلونو کې ۱۰۵ خبریالان او د رسنیو کارکوونکي وژل شوي دي.

دغه سیمینار نن په کابل کې د افغانستان د ازادۍ د سلمې کالیزې په مناسبت جوړ شوی و.

په دغه یو ورځني سیمینار کې پر حکومتي چارواکو سربېره د نړیوالو بنسټونو، د رسنیو د ملاتړو بنسټونو استازو، ژورنالېستانو او د ژورنالېزم استادانو ګډون کړی و.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د نشراتو مرستیال سید اقا فاضل سانچارکي وویل، رسنۍ په افغانستان کې اوږده مخینه لري، خو په تېرو ۱۸ کلونو کې یې د پام وړ پرمختګ کړی دی.

هغه په هېواد کې د سولې ټینګښت یوه اړتیا وبلله، خو زیاته یې کړه، په سوله کې باید د هېواد لاسته راوړنې وساتل شي.  

نوموړي وویل، خبریالان په افغانستان کې د دولت د وسله والو مخالفینو، زورواکو، د ملي شورا غړو او حکومتي چارواکو له تاوتریخوالي سره مخامخ شوي، خو د تاوتریخوالي ډېره کچه د دولت د وسله والو مخالفینو له خوا ترسره شوی دی.

د افغانستان د رسنیو او ژورناليستانو د فدراسیون استازي مجیب خلوتګر وویل، د افغانستان رسنيو د طالبانو له حکومت وروسته د پام وړ پرمختګ کړی، خو لا هم خبریالان او رسنۍ د تاوتریخوالي تر سیوري لاندې دي.

هغه وویل، له ۲۰۰۱ زږدیز کال راهیسې په افغانستان کې له ۱۰۵ ډېر خبریالان او د رسنیو کارکوونکي وژل شوي دي.

هغه زیاته کړه، پنځه خبریالان او د رسنیو کارکوونکي په روان زېږدیز کال کې وژل شوي دي.

د ده په خبره، د ډېری دغه ډول وژنو دوسیې د بېلا بېلو لاملونو له امله د افغان حکومت له خوا نه دي ارزول شوې.

د اصلاح ورځپاڼې مسوول مدیر داد محمد عنابي په وروستیو ۱۸ کلونو کې د رسنیو پرمختګ ته په اشارې وویل، په دې موده کې له ۱۰۰ ډېر ټلوېزیونونه، ۲۰۰ راډیوګانې، ۱۵۰۰ چاپي رسنۍ رامنځ ته شوې او ځنیې افغان رسنیو د نړیوالو رسنیو په کچه پرمختګ کړی دی.

هغه هم وویل چې سوله او امنیت د هر افغان غوښتنه ده، خو سوله باید په داسې بیه نه وي چې د خبریالانو ژوند له ګواښ سره مخامخ او لاسته راوړنې یې له منځه لاړې شي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سازمان د ځانګړي سرمنشي استازي او د (یوناما) رییس تدامیچي یاماموتو د افغان رسنیو د ملاتړ تر څنګ وویل، په نږدې دوو لسیزو کې په افغان رسنیو کې ډېر مثبت بدلونونه رامنځته شوي دي.

هغه زیاته کړه، د رسنیو غړي پر ډېرو قربانیو سربېره هم شاته نه دي ګرځېدلي او په دغه ډګر کې يې زړوره مبارزه کړې ده.

د یوناما د سیاسي برخې رییس کریستین ژولي د خبریالانو او رسنیو ملاتړ د دوی یوه موخه وبلله او ویې ویل، د سولې بهیر او د تلې په شپږمه د ولسمشرۍ ټاکنو ترسره کېدو د رسنیو کار مهم کړی، ځکه رسنۍ باید د سولې او ولسمشرۍ ټاکنو ترسره کېدو په تړاو خلکو ته معلومات ورکړي.

په دغه سیمینار کې چې پایلې به یې د نن ورځې په پای کې خپرې شوې، د رسنیو په برخه کې د هېواد دوو مخورو څېرو عبدالحمید مبارز او شفیقې حبیبي ته د ازادۍ مجسمه ډالۍ کړه او دغه راز د هېواد د بېلابېلو تاریخي دورو مطبوعاتي اثار نندارې ته وړاندې شول.

نښه: 

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement