ترينکوټ (پژواک، د زمري لومړۍ نېټه ٩٨): د اروزګان په مرکز ترينکوټ کې د سولې تر نامه لاندې د فوټبال، واليبال او کرکټ سيالۍ پيل شوې.
په دغو مراسمو کې د اروزګان د والي مرستیال عطاءالله فضلي دغه ډول سیالۍ د سولې پېغام رسولو په برخه کې ګټورې وبللې او هیله یې وښوده چې ځوانان د ورزش له لارې د سولې او یووالي پیغام تر ښکیلو خواو پورې رسولى شي.
فضلي وویل چې وروستیو څو لسیزو جګړو د هېوادوالو خوښۍ له منځه وړي او د پرمختګ مخه یې ډب کړې ده.
د والي مرستیال له خلکو وغوښتل چې د سولې راتګ لپاره دې خپل مسووليت ترسره او په یوه غږ دې د جګړې د درېدلو غوښتنه وکړي.
دغه راز د اروزګان د ورزش او بدني روزنې امر قدرت الله الفت وویل چې د سولې په نوم دغه سیالۍ چې دوه اوونۍ به دوام ولري، ۱۶ د کرکټ، ۱۵ د فوټبال او شپږ د والېبال لوبډلې په کې ګډون لري.
الفت د ولایت مقام او سولې پروسې له اړوندو مسوولینو څخه مننه وکړه چې تل یې د سولې پیغام رسولو په برخه کې ورزشکارانو ته لومړیتوب ورکړی او باور یې پرې کړی دى.
هغه وویل،که په اروزګان کې د ورزشکارانو لاسنیوی وشي، نو د هېواد دننه او په بهر کې به ښې لاسته راوړنې ولري.
همدارنګه يو تن لوبغاړي نصیر احمد پژواک ته وويل، که دوى ته د سیالیو سمه زمینه برابره شي، نو دوى به د پام وړ لاسته راوړنې ولري.
دى وايي چې د اروزګان ورزشکاران په ډېرو کمو امکاناتو خپل ورزشي تمرينات مخ ته وړي.
د يادونې ده چې د اروزګان ترڅنګ په پلازمېنې کابل او نورو ولايتونو کې هم ورزشکاران د امکاناتو له کمښت سره مخ دي او په وار وار يې شکايتونه هم کړي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن