د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د ټرمپ د څرګندونو په اړه د افغانانو کلک غبرګونونه

د ټرمپ د څرګندونو په اړه د افغانانو کلک غبرګونونه

Jul 23, 2019 - 16:25

کابل (پژواک،د زمري لومړۍ نېټه ٩٨):ګڼ شمېر افغانانو د افغانستان په اړه دامريکا د ولسمشر ټرمپ د وروستيو څرګندونو په هکله په ټولنيزو شبکو کې کلکه غوسه او سخت  غبرګونونه ښودلي دي.

د امريکا ولسمشر ډونالډترمپ تېره شپه په سپينه ماڼۍ کې د پاکستان لومړي وزير عمران خان سره د ليدنې پر مهال په ډاګه کړې وه چې که وغواړي په لسو ورځو کې د افغانستان شخړه هوارولى شي او افغانستان د نړۍ له نقشې لرې کولى شي، خو نه غواړي.

د نوموړي ددې څرګندونو په غبرګون کې د افغانستان دولت کلک غبرګون ښودلى او له امريکا يې په دې اړه سپيناوى غوښتى دى.

بلخوا ديوشمېر سياسيونو ترڅنګ ګڼ شمېر افغانانو هم په ټولنيزو شبکو کې خپله سخته غوسه څرګنده کړې او کلک غبرګون يې ښودلى دى.

د کابل پوهنتون استاد اسماعيل يون په دې اړه يوه اوږده ليکنه کړې او په فيسبوک کې يې خپره کړې ده.

ده ويلي ، د زبرځواکونو تېروتنې هم غټې وي، همدا تېروتنې يې د زوال لامل هم شي، په تېره بيا په داسې حال کې چې د واک پر ګدۍ يې هم نامعقول، سرتمبه او لېوني اشخاص واکمن وي.

يون زياته کړې، امريکا اوس هم په همدغسې يو حالت کې ده. يو سرتمبه سوداګر يې د واک مزي په لاس کې نيولي، داسې ملکونو ته اخطار ورکوي چې د دوی د هېواد تر جوړېدو يې عمر څو ځله زيات دی.

هغه زياته کړې چې ډېر بهرني قوتونه، واکمنان او يرغلګر راغلل خو چې دلته يې سر په ډبره ولګېد، نو عقل يې سر ته راغی، روسان هم په ډېره دبدبه راغلل، خو په ډېرې مايوسۍ بېرته ووتل، امريکايان هم په پيل کې د نړۍ له څلوېښتو انډيوالانو سره دلته راغلل، فکر يې کاوه چې دوی به محدود اقليتونه ونازوي او د هغوی په مرسته به دلته ارامې شپې تېرې کړي، خو د ټولنې يوازې يو قشر يې په مقابل کې وسله واخيسته، اتلس کاله يې ورسره وډزوله، بيا هم نتيجه صفر لا څه کړې چې د دوی لپاره منفي حالت ته لاړه.

د نوموړي په وينا، د ډونالډ ټرمپ دا ډول څرګندونې نه يوازې د انساني کرامت ضد دي، بلکې د يو ستر متمدن او پرمختللي ملت لپاره هم د پېغور او سرټيټۍ سبب ګرځي.

د نظيم سمون په نامه يو بل تن بيا امريکا ته پيغور ورکړى چې ټرمپ ترهګري او د هغې حاميان ختم نه کړل، اوس افغانستان ختموي.

غفور لېوال هم په دې اړه فيسبوک کې ليکلي چې خپلې تاريخي لاپې بدلې کړئ، زبرځواکونو ته مه واياست، چې دا د زمريو، پړانګانو، بازانو ... او نورو ځناورو هېواد دی.

نوموړي افغانانو ته ويلي، هغوی ته يې په عمل کې ثابته کړئ چې دا د معقولو، باشعوره او فکرمنده انسانانو هېواد دی، چې خپلې ملي ګټې پېژني او په ګډه اراده خپل ولس او هېواد د ملي يووالي په زور او د اقتصادي ودې په مټ د ملي اقتدار هغه بريد ته رسوي، چې بيا يې څوک په سپکه ياد نه کړای شي.

بسم الله پښتونمل په فيسبوک کې ليکلي، ټرمپ دومره هم بې عقل نه دى چې د هغه هېواد پر ورکولو ځان بدنامه او تاواني کړي چې خپل خلک يې دا ۴۰ کاله په محوه کولو پسې ستړي دي.

د اسد شهاب په نامه يو بل تن ليکلي، د ټرمپ په مقابل کې د ټولو افغانانو احساسات او جذبات د قدر وړ دي.خو ايا ټرمپ رښتيا نه دي ويلي؟ امريکې په څو ورځو کې د طالبانو امارت اخوا دېخوا نه کړ؟

هغه زياته کړې، که همدا اوس امريکا حمله هم ونه کړي يوازې خپلې مرستې له افغان دولت نه بندې کړي، نو څه فکر کوئ دا دولت به تر څو لسيزو مقاومت وکړای شي؟

ده ويلي : (( ځه موږ به ومنو چې ډېر غيرتي قوم يو، خو غيرت په هر ځای کې خپله مرحله لري او هره مرحله يې خپله تقاضا لري.))

پخواني افغان ديپلوماټ زردشت شمس ليکلي : (( امريکايي وګړو سره خواشيني څرګندوم، چې داسې يو ليونى يې مشري کوي ، امريکايانو پخوا ډېر ښه مشران درلودل. ))

عالم زيب شېرزاد بيا په خپل پوسټ کې ډونالډ ترمپ ته ويلي چې د نقشې تغير او ورڅخه د يو چا(افغانانو ) محوه کول، کولى شې چې له روسيې وپوښتې.

خوشحال خليل هم په فيسبوک کې د ټرمپ د څرګندونو په اړه اوږده ليکنه کړې ده، هغه ويلي، هر هېواد خپلې ملي ګټې لري او له کومو هېوادونو سره يې چې دغه ګټې مشترکې شي بيا ګډ مزل او ستراتېژيکه ملګرتيا سره کوي، خو کله کله د دوو ډېرو نږدې ملګرو هېوادونو ترمنځ هم په ځينو برخو کې د دوی ملي ګټې سره په ټکر کې واقع شي، لکه بريتانيا او امريکا چې تر ټولو نږدې هېوادونه دي، څه موده مخکې ټرمپ په واشنګټن کې د بريتانيا سفير ته سپکې سپورې وويلې او هغه هم له امريکې پښې سپکې کړې.

هغه زياته کړې : (( امريکې سره هم زموږ تعامل بايد د متقابلو ګټو په اساس وي، که چېرې امريکا فکر کوي چې پاکستان ورته تر افغانستانه مهم دی او ملي ګټې يې ايجابوي چې افغانستان سره اړيکې محدودې کړي او خپل پوځونه وباسي دا هيڅ کومه نوې خبره نه ده، اکثريت افغان سياستوالو دا باور درلود چې يوه ورځ ممکن امريکا افغانستان ته شا کړي او لکه عراق يې چې پرېښود افغانستان نه هم ووځي، خو کرزي به ويل چې نه امريکا هېڅکله له افغانستان نه وځي، په همدې خاطر د ملي وحدت حکومت امريکې سره هغه تړون چې کرزي يې مقدماتي کارونه خلاص کړي و، لويې جرګې تاييد کړی و، د ولسمشر غني په امر د هغه وخت د امنيت شورا سلاکار حنيف اتمر د امريکې له سفير سره لاسليک کړ. BSA يا امريکا سره امنيتي تړون دا مشخصوي چې که هر لوری له دغه تړون څخه وځي بايد لږ تر لږه پنځه مياشتې مخکې دا خبره مقابل لوري سره شريکه کړي. ))

د رياض سادات په نامه يو بل تن ليکلي، د ټرمپ په حماقت او لېونتوب ټوله دنيا اعتراف کوي. خو د امريکې د ولسمشر په توګه د هغه هره خبره مسووليت لري. ټرمپ داسې خبرې پخوا نورو هېوادونو ته هم کړې دي خو هماغسې توند ځواب يې هم موندلی دی.

د هغه بېګانۍ خبرې د هر افغان پر مخ څپېړه او د جګړې د ښکېلو غاړو لپاره لوی پېغور دی. کاشکې د هغه همدا څرګندونې د افغانانو د پخلاينې او اتفاق سبب شي.

د بصير ايوبي په نامه يو بل تن ليکلي، چې ټرمپ دا ډول څرګندونو سره غواړي د ترهګرۍ په نامه چې يې کومه جګړه پيل کړې، له هغې پښې سپکې کړي.

هغه زياته کړې، ټرمپ هېڅکله افغانستان له نقشې نه شي لرې کولى، ځکه چې افغانستان او افغانان قوي ريښې لري.

کفايت الله نبي خېل ليکلي، غټې غټې امپراطورۍ ونړېدې ، خو دا خاوره او دا ملت اوس هم پاتې دی.

عبدالله مياخېل بيا له ولسمشر غني څخه غوښتنه کړې چې له ملي شورا څخه وغواړي چې له امريکا سره امنيتي تړون لغوه کړي.

د طالبانو د ملا رسول ډلې د اسلامي امارات پخواني غړي او وياند مولوي عبدالرحمن نيازي هم په دې اړه کلک غبرګون ښودلى دى.

هغه ليکلي، کفري مستکبرينو تل په داسې شريرو ويناوو خپل بايللى موقف جبرانوي او دخلکو په سترګو کې خاورې شيندي اوهغه ذلت چې دوى ته ورپه برخه شوى د پټولو په خاطر داسې زهرجنې ويناوې کوي.

نوموړي د ټرمپ دغه وينا په کلکه غندلې او د افغانستان د وروستيو ناورينونو او قتلونو مسووليت يې د امريکا پر غاړه اچولى دى.

نيازى وايي، امريکا دې د انګرېزانو او روسانو له ماتو څخه عبرت واخلي چې د افغانانو له خوا له سختو ماتو سره مخامخ شوي وو.

وسله والو طالبانو بيا ويلي، د ټرمپ دا دريځ چې نه غواړي په افغانستان کې د پوليسو رول ادا کړي، مثبت ټکى دى، خو دا ادعا چې که وغواړي افغان ملت به له منځه يوسي، لس ميليونونه افغانان به ووژني او ګواکې دا جګړه به وګټي، بې مسووليته خبرې دي چې دوى يې په کلکه غندي.

دغه مطلب د دې ډلې د وياند ذبيح الله مجاهد له لوري په خپاره شوي پيغام کې راغلې دي.

طالبانو ويلي، همدا ارمان چنګيز، انګريز او پخواني شوروري واکمنو ګور ته ورسره يووړ، برعکس يې امپراتورۍ د ځمکې له نقشې محوه شوې، خو افغان ملت لا هسکه غاړه موجود او ژوندى دى او بيا په هم موجود، ژوندى او سرلوړى وي.

دوى زياته کړې: "زموږ په نظر، ښه دا ده چې ټرمپ د بې مسووليته خبرو پرځاى د ستونزې اصلي حل ته متوجه شي، د ناکامه دريځونو او غير عملي ادعاوو پر ځاى د منازعې د حل لپاره عملي ګامونه پورته کړي. افغان مسلمان ملت د ښه تعامل او مثبتو اړيکو خورا ښه دود او روښانه تاريخ لري، نو ښه به دا وي چې د موضوع پر اساسي سوله ييز او معقول حل غوره وشي او د طالبانو له مذاکراتي حل لارې ګټه پورته شي."

نښه: 

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement