د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

زلمى خليلزاد طالبانو سره د اتم پړاو خبرو لپاره روان شوى

زلمى خليلزاد طالبانو سره د اتم پړاو خبرو لپاره روان شوى

Jul 23, 2019 - 09:20

کابل (پژواک، د زمري لومړۍ نېټه ٩٨): د افغان سولې لپاره دامريکا ځانګړى استازى زلمى خليلزاد له طالبانو سره داتم پړاو خبرو اترو لپاره روان شوى دى.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت لخوا د زمري په لومړۍ نېټه، په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي،چې خليلزاد پرون روان شوى او ټاکل شوې ده، چې د اګست ترلومړۍ نېټې پورې افغانستان او قطر ته سفرونه وکړي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې د زلمي خليلزاد دا سفر د هغو هڅو برخه ده، چې غواړي د افغان شخړې ته  سوله ييز هوارى پيدا کړي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ويلي، چې زلمى خليلزاد به لومړى کابل ته ځي او له هغه ځايه به بيا له طالبانو سره د خبرو ته قطر ته ځي.

سرچينې ويلي، چې په کابل کې به هغه له افغان چارواکو سره پر روانې پروسې مشورې او خبرې اترې کوي او هڅه کوي، چې بين الافغاني مذاکراتو ته زمينه برابره کړي.

دغه راز په خبرپاڼه کې راغلي، چې خليلزاد به په کابل کې د مدني ټولنې، ښځو او نورو استازو سره هم پر دې پروسې خبرې کوي.

د يادونې وړ ده، چې تېره مياشت په قطر کې د امريکا او طالبانو ترمنځ داووم پړاو خبرو کې دواړو لوريو د پرمختګونو خبر ورکړى و.

د طالبانو او امريکا ترمنځ په دې خبرو اترو کې پر څلورو موضوعاتو ډېر تمرکز شوى دى، د بهرنيو ځواکونو وتل،د ترهګرۍ پر ضد مبارزه، بين الافغاني مذاکرات او هر اړخيزه اوربندکول.

ويل کېږي، چې په پړاوو خبرو کې تر اوسه پر لومړيو درېيو مواردو هوکړې ته نږدې شوې دي، خو پر هر اړخيز اوربند اوس هم لا بحثونه روان دي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement