د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

عمران خان : ډیر ژر به د طالبانو له استازو سره وګورم

عمران خان : ډیر ژر به د طالبانو له استازو سره وګورم

Jul 23, 2019 - 21:41

کابل (پژواک، د زمري لومړۍ نیټه ۹۸) : د پاکستان لومړي وزیرعمران خان  ویلي چې ډیر ژر به د طالبانو له استازو سره وګوري او هغوی به افغان حکومت سره خبرو ته اماده کړي.

عمران خان دغه څرګندونې امریکا ته د رسمي سفر پر مهال په واشنګټن کې د امریکا د سولې په انسټیټیوټ کې د وینا پر مهال کړې دي.

هغه زیاته کړه، چې پاکستان ته د ستنیدو وروسته په پام کې لري چې د طالبانو له استازو سره وګوري او هغوی د افغانستان د حکومت سره مستقیمو خبرو ته وهڅوي.

عمران خان ويلي: "طالبانو څو میاشتې مخکې غوښتل چې له ما سره وګوري. خو د افغانستان دولت نه غوښنل چې زه له هغوی سره وګورم. اوس، د ولسمشر ټرمپ او ولسمشر غني سره له خبرو وروسته له طالبانو سره ګورم او هڅه کوم چې هغوی د افغانستان دولت سره مستقیمو خبرو ته وهڅوم."

دنوموړي په وینا، دا چې تل یې ویلي وو چې د افغانستان جګړه پوځي حل لاره نلري د طالبانو په منځ کې اعتبار لري.

نوموړي د افغان ټاکنو په اړه ویلي، چې دا باید پراخه بنسټه وي او طالبانو ته هم پکې برخه ورکړل شي.

د یادونې وړ ده، چې ولسمشر تل طالبانو ته ویلي چې راشي په ټاکنو کې برخه واخلی.

د پاکستان لومړي وزیر ټینګار کړی، چې هغه تل د خبرو له لارې د افغانستان د جگړې د پای ته رسیدو پلوي دی او د طالبانو سره د سولې د خبرو د پیل کولو په خاطر یې دولسمشر ټرمپ د تصمیم درناوی وکړ.

نښه: 

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement