کابل (پژواک،د زمري لومړۍ نېټه ٩٨) : د پاکستان لومړي وزير عمران خان ويلي چې په راتلونکو دوو ورځو کې به د طالبانو له خوا تښتول شوي امريکايي استادان خوشې شي.
په کابل کې د افغان امريکايي پوهنتون دوه امريکايي او يو اسټراليايي استاد په ١٣٩٥ لمريز کال کې د وسله والو طالبانو له خوا تښتول شوي او تر اوسه يې برخليک نه دى معلوم.
د پاکستان لومړى وزير عمران خان چې امريکا ته په لومړي رسمي سفر تللى، تېره شپه د امريکا فاکس نيوز سره په يوه مرکه کې وړاندوينه وکړه چې دغه استادان به په راتلونکو ٤٨ ساعتونو کې خوشې شي.
هغه زياته کړه،پاکستان ددې استادانو په خوشې کولو کې خپل رول ادا کوي او هيله يې څرګنده کړه چې ډېر ژر به دا کسان خوشې شي.
تر دې مخکې دغو استادانو په يوه ويډويي پيغام کې له امريکايي چارواکو غوښتي وو چې ددوى په خوشې کولو کې مرسته وکړي.
عمران خان په ياده مرکه کې دا هم منلې چې د پاکستان په ايبټ اباد ښار کې د القاعدې د پخواني مشر اسامه بن لادن په پيدا کولو کې ددوى استخباراتي ادارې ( اى اېس اى) مرسته کړې وه.
هغه زياته کړې، که چېرې له امريکايي استخباراتي ادارې سي اى اې څخه وپوښتل شي، نو هغوى سره معلومات شته چې اى اېس اى ورته معلومات ورکړي وو.
ده ويلي : (( امريکا زموږ متحد و، موږ غوښتل چې په خپله اسامه بن لادن ونيسو، خو امريکايان زموږ خاورې ته راغلل او اسامه يې وواژه. ))
اسامه بن لادن د ٢٠١١ زېږديز کال په مې مياشت کې د ځانګړو امريکايي ځواکونو له خوا و وژل شو.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن