ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار کې د داعش ډلې ٩ پاکستاني وسله وال وژل شوي

ننګرهار کې د داعش ډلې ٩ پاکستاني وسله وال وژل شوي

author avatar
23 Jul 2019 - 16:37
ننګرهار کې د داعش ډلې ٩ پاکستاني وسله وال وژل شوي
author avatar
23 Jul 2019 - 16:37

جلال اباد (پژواک،۱ زمری ۹۸):د ننګرهار ولايت چارواکي وایي چې اچين کې له پاڅون کوونکو سره مخامخ نښته کې د داعش وسله والې ډلې ۹ پاکستاني غړي  وژل شوي .

د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي د زمري په لومړۍ نېټه پژواک اژانس ته وويل، د دغه ولايت اچين ولسوالۍ اړوند باندر خوله کې تېره شپه د ولسي پاڅون کوونکو او داعش وسله والو ترمنځ ن رامنځته شوې چې په ترڅ کې يې د داعش نهه پاکستاني غړي وژل شوي.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، د داعش د قوماندان احسان الله په مشرۍ په دغه جګړه کې د دې ډلې نهه غړي چې  د پاکستان د اورکزيو او باجوړ سيمې اوسېدونکي وو، وژل شوي دي.

هغه وايي، د يادې جګړې پرمهال څلور پاڅون کوونکي هم ټپيان شوي، چې د درملنې په موخه د جلال اباد ښار حوزوي روغتون ته لېږدول شوي دي.

بلخوا د ننګرهار د امنيه قوماندانۍ وياند مبارز اتل پژواک اژانس ته وويل، نن سهار د اچين ولسوالۍ اړوند توده ژوره سيمه کې د ولسي پاڅون کوونکو په يوځايي قوماندان اخون باندې چاودنه شوې ده.

هغه وويل، چاودنه هغه مهال رامنځته شوې چې ياد قوماندان په سيمه کې د ملي بيرغ پر ځړولو بوخت و چې ځای پر ځای شوي ماين پرې چاودنه وکړه او نوموړی ټپي شوی دی.

د قوماندانۍ وياند دغه راز يادونه کړې چې پرون ناوخته په ياده سيمه کې د داعش وسله والو او ولسي پاڅون کوونکو ترمنځ وسله واله نښته هم شوې ده.

دی وايي، په دغه نښته کې د امنيتي ځواکونو له لوري دوه داعش وسله وال وژل شوي چې جسدونه يې د جګړې په ډګر کې پاتې و.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، په دې نښته کې څلور ولسي پاڅون کوونکي هم ټپيان شوي دي.

داعش وسله والو تر اوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.