ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار کې ۲۰ وسله وال له دولت سره يوځای شول

ننګرهار کې ۲۰ وسله وال له دولت سره يوځای شول

author avatar
23 Jul 2019 - 12:17
ننګرهار کې ۲۰ وسله وال له دولت سره يوځای شول
author avatar
23 Jul 2019 - 12:17

جلال اباد (پژواک، ۱ زمری ۹۸): د ننګرهار د ملي امنيت رياست په هلو ځلو شل وسله وال مخالفين د سولې له بهير سره يوځای او خپلې وسلې يې تسليم کړې.

د چارواکو په وينا، دغو وسله والو کې يو يې داعش او پاتې ۱۹ يې د وسله والو طالبانو غړي دي.

په همدې موخه د زمري په لومړۍ نېټه د ملي امنيت رياست کې د جوړو شويو مراسمو پرمهال د سولې پروسې سره يوځای شويو وسله والو په خپلو تېرو کړنو پېښماني څرګنده کړه.

د ننګرهار والي شاه محمود مياخېل وويل چې دغو شل وسله والو د دغه ولايت مومندرې، چپرهار، لعلپورې، خوږياڼو او سره رود ولسواليو کې دولت ضد فعاليتونه ترسره کول.

دی وايي، د يوځای شويو وسله والو له ډلې ۱۹ يې وسله وال طالبان دي او يو يې د داعش غړيتوب لري چې تسليم شوي دي.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، دغو وسله والو د يو ميل پيکا په ګډون ۲۰ ميله وسلې هم له ځانه سره راوړي او امنيتي ځواکونو ته يې تسليم کړې دي.

والي د دولت وسله والو مخالفينو ته ګواښ وکړ  چې که يې وسلې پر ځمکه کېنښودې او دولت ته تسليم نه شول، د امنيتي ځواکونو له پراخو عملياتو سره به مخ شي.

د سولې له پروسې سره يوځای شويو وسله والو له رسنيو سره خبرو کې په خپلو تېرو کړنو پېښماني څرګنده کړه او پر نورو وسله والو يې غږ وکړ چې د سولې له پروسې سره يوځای شي.

د الله نظر په نوم يوځای شوی يو وسله وال چې اصلاً د خوږياڼو ولسوالۍ اوسېدونکی دی او پر دغې ولسوالۍ سربېره يې سره رود او چپرهار کې هم فعاليتونه کول وايي، نور له افغان وژنې په تنګ شوى و.

د نوموړي په وينا، فعاليتونه يې د افغان ځواکونو پر پوستو بريدنه، د خلکو تښتونه او د خلکو ځورولو پورې محدود و.

د يادولو ده چې په دې وروستیو کې ننګرهار کې د سولې له بهير سره د وسله والو د يوځای کېدو پروسه ډېره چټکه شوې؛ خو عام خلک په دې باور دي چې دا پروسه تر ډېره شفافه نه ده او يوځای شوي وسله وال حقيقي وسله وال مخالفين نه دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.