ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسمشر زلمي خلیلزاد سره د ډونالډ ټرمپ د څرګندونو په اړه خبرې وکړې

ولسمشر زلمي خلیلزاد سره د ډونالډ ټرمپ د څرګندونو په اړه خبرې وکړې

author avatar
23 Jul 2019 - 21:30
ولسمشر زلمي خلیلزاد سره د ډونالډ ټرمپ د څرګندونو په اړه خبرې وکړې
author avatar
23 Jul 2019 - 21:30

کابل (پژواک، ۱ زمری ۹۸) : ولسمشر اشرف غني د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره د ولسمشر ټرمپ د وروستیو څرګندونو په اړه خبرې وکړې.

له ارګ څخه د زمري په لومړۍ نیټه پژواک خبري اژانس ته په یوه استول شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د امریکا ځانګړی استازي زلمي خلیلزاد نن مازدیګر ولسمشر غني سره وکتل.

سرچینې زیاته  کړه، په دغه کتنه کې چې په ارګ کې وشوه، د وروستيو تحولاتو او د افغانستان په هکله د امریکامتحدو ایالتونو د ولسمشر د څرګندونو په اړه هراړخیز بحث وشو او لازمه وګڼل شوه چې  ډاکټر زلمی خلیلزاد د څه مودې لپاره په کابل کې پاتې شي.

دامریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تیره شپه د پاکستان لومړي وزیر عمران خان سره د لیدنې پر مهال ویلي وو، چې که وغواړي د افغانستان شخړه په لسو  ورځو کې هوارولی او  افغانستان د نړۍ له نقشې لرې کولی شي، خو نه غواړي میلیونونه افغانان ووژل شي.

په خبرپاڼه کې راغلي، دغه راز ډاکټر زلمي خلیلزاد ولسمشر ته، سولې ته د رسېدو په برخه کې د خپلو وروستیو فعالیتونو او هڅو په اړه معلومات ورکړل.

زلمی خلیلزاد په واشنګټن کې تر سلا مشورو وروسته نن کابل ته رسیدلی دی، هغه به په کابل کې تر لیدنو کتنو وروسته قطر ته ځي او طالبانو سره به داتم پړاو خبرې پیلوي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.