د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

په بامیان کې یو شمېر نجونو د زده کړو ترڅنګ ازاد کسب ته هم مخه کړې

په بامیان کې یو شمېر نجونو د زده کړو ترڅنګ ازاد کسب ته هم مخه کړې

Jul 23, 2019 - 16:30

 باميان(پژواک، د زمري لومړۍ نېټه ٩٨): په بامیان ولایت کې یو شمېر نجونې د لوړو زده کړو تر څنګ ازاد کسب هم کوي، ځکه نه غواړي له فراغت وروسته بې دندې پاتې شي.

 دا په داسې حال کې ده چې د تېرو اتلسو کلونو په جریان کې په بامیان کې لسګونو لوستو، کم لوستو او نالوستو نجونو او ښځو د کوچنۍ او منځنۍ سوداګرۍ، دوکاندارۍ، خیاطۍ، په کرونده کې کار، هوټل لرلو، د خوړو برابرولو او نورو کارونو ته مخه کړې ده.

 د یوه راپور له مخې، د افغانستان د اقتصاد وزارت  سږ کال اعلان کړی چې په افغانستان کې د کار پر شرایطو د برابرو ټولو ۱۵ میلیون کسانو له ډلې نهه میلیون بې دندې دي.

 دغه راز د لوړو زده کړو وزارت د معلوماتو له مخې، هر کال د لوړو زده کړو له دولتي او خصوصي موسسو څخه ۴۰ زره کسان فارغېږي خو ډېری یې بې دندې پاتې کېږي.

 د بامیانو پوهنتون د څلورم ټولګي زده کړیالې راضیې د بامیانو په بازار کې د خیاطۍ دوکان خلاص کړی او د لوړو زده کړو ترڅنګ عایداتي سرچینه هم لري.

نوموړې چې د ښځینه کميس پر ګنډلو بوخته وه پژواک خبري اژانس ته وویل، له تېرو درېیو کلونو راهیسې خیاطي کوي او ښځینه جامې ګنډي.

هغه زیاته کړه: ((هم درس وایم او هم خیاطي کوم، د خیاطۍ دوکان مې ځکه خلاص کړ چې د پوهنتون تر فراغت وروسته بې کاره پاتې نه شم، زما په څېر ډېرې نجونې شته چې د کار تشویش کوي او له همدې امله موږ یو شمېر نجونو اقدام وکړ او ازاد کسب ته مو مخه وکړه.))

نوموړي وویل، همدا اوس په یاد ولایت کې ډېرې نجونې شته چې لوړې زده کړې لري خو بې کاره دي.

راضیې زیاته کړه، د دغه کار له لارې توانېدلې چې د کورنۍ د اقتصاد په برخه کې هم مثبت رول ولوبوي.

د بامیانو پوهنتون د ټولنیزو علومو د دویم ټولګي محصلې زهرا وویل، د زده کړو تر څنګ یې په باميانو ښار کې دوکانداري پیل کړې ده.

هغې دوه کاله مخکې د بامیانو په بازار کې د ښځینه جامو پلورنځی چې زیاتره په لاس جوړې شوې، جوړ کړی دی.

 نوموړې زیاته کړه: ((تل مې تشویش کولو چې له پوهنتون څخه تر فراغت وروسته بېکاره پاتې نه شم. اوس په راحت فکر هم کار کوم او هم درس وایم او د راتلونکي په اړه اندېښنه هم نه لرم.))

دا په داسې حال کې ده چې یو شمېر نالوستې او کم لوستې ښځې هم د کور د کارونو ترڅنګ په ازادو کسبونو لکه دوکاندارۍ، هوټل لرلو، په کروندو کې کار او نورو بوختې دي.

 ۳۵ کلنه فاطمه چې تر نهم ټولګي یې زده کړې کړې له تېرو پنځو کلونو راهیسې د بامیانو بازار په یوه دوکان کې پر لاس جوړې شوې جامې او نور وسایل پلوري.

 هغه په داسې حال کې چې یو شمېر پېرېدونکو ته د افغاني جامو پر ګنډلو بوخته وه پژواک ته وویل، خاوند یې د بامیانو په بازار کې لاسي توکي پلوري.

 هغې زیاته کړه: ((ددغه دوکان تر جوړولو مخکې مې چندان ښه ژوند نه درلود، خو اوس د الله ج په فضل ورځ تر بلې زموږ ژوند ښه کېږي.))

 د فاطمې په اند، ښځې د هر کار توان لري او کولای شي د خپلې اقتصادي پیاوړتیا په برخه کې اغېزمن رول ولوبوي.

 هغې زیاته کړه: ((کار ښځه او نارینه نه لري، مهمه داده چې زموږ اقتصاد ښه وي))

 فاطمه په سیمه کې له هغو ښځو سره ښې اړیکې لري چې په لاس جامې جوړوي، د نورو ښځو په لاس جوړې شوې جامې پېري او په خپل دوکان کې یې پر نورو خلکو پلوري.

 هغې زیاته کړه: ((زموږ دوکانداري نه یوازې زموږ لپاره بلکې د هغو ښځو لپاره هم ګټوره ده چې لاسي صنایع تولیدوي.))

 د خورشید په نوم د بامیانو اوسېدونکې په خپل کور کې مستې، چکه، شیدې، کوچ، پنیر او نور جوړوي او د بامیانو په بازار کې یې پلوري.

 خورشید چې د بامیانو ښار د قرغنه توی سیمې اوسېدونکې ده وویل، دغه مواد د غوا او مېږو له شیدو څخه په کور کې جوړوي.

 نوموړې چې ددغه کار له لارې هره میاشت شاوخوا ۱۵ زره افغانۍ عاید ترلاسه کوي له حکومته غواړي چې د هغو ښځو لپاره چې غواړي ازاد کسب وکړي د پور ورکړې زمینه برابره کړي څو یادې ښځې وکولای شي خپل کار ډېر کړي.

 ذکیه بله هغه ښځه ده چې هره ورځ په کرونده کې کار کوي او ددغه کار په بدل کې له بزګر څخه یوه اندازه سبزيجات اخلي.

 نوموړې په داسې حال کې چې د کچالو له کروندې یې بېځایه بوټي پاکول وویل: ((زه نالوستې یم، نور کار مې له وسې نه کېږي، ژوند مو هم ښه نه دی مجبوره یم چې په کرونده کې کار وکړم.))

 نوموړې زیاته کړه، هره ورځ له درېیو تر څلورو ساعتونو په کرونده کې کار کوي او د دغه کار په بدل کې ورته بزګر یوه اندازه پالک، ګشنیز، ګندنه، مرچ او نور ورکوي.

 د بامیانو د سوداګرۍ خونې او پانګونې مدیر علیرضا حسن زاده پژواک ته وویل، په بامیانو کې د هرې ورځې په تېرېدو د ازاد کسب کوونکو ښځو شمېر ډېرېږي.

 نوموړي زیاته کړه، همدا اوس په بامیانو ولایت کې د لاسي صنایعو ۳۸ ټولنې او د سوداګرو ښځو دوه ټولنې رسمي فعالیت لري.

 دده په خبره، د بامیانو سیمه ییز چارواکي هڅه کوي چې د سوداګرۍ او صنعت وزارت په همکارۍ هغو ښځو ته چې کار او بار یې پیسو ته اړتیا لري د پور ورکړې زمینه برابره کړي.

 په ورته وخت کې د بامیانو د والي ویاند عبدالرحمن احمدي وايي چې د ولایت مقام هڅه کوي چې دا ډول ښځې ډېرې وهڅوي او ملاتړ یې وکړي.

 نوموړي زیاته کړه، د ښځو سوداګرو لپاره په بامیانو بازار کې د هنر بازارګوټي په نوم ۴۰ دوکانونه او ۳۰ دوکانونه د یکاولنګ ولسوالۍ په مرکز کې جوړېږي.

 دغه راز د والي ویاند وویل چې هڅې روانې دي چې د ښځو لپاره د پور ورکړې زمینه هم برابره شي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement