اسعداباد (پژواک، دزمري لومړۍ نېټه ٩٨): په کونړ ولايت کې د ٩٢٦ میلیونه افغانیو په لګښت د درې پروژو چارې بشپړې او د دوو نورو کار پيل شو.
د دې پروژو د پرانيستې په مراسمو کې د ماليې وزارت سرپرست وزيرهمایون قیومي او د يو شمېر نورو وزارتونو مرستيالانو او استازو ګډون کړى وو.
د کونړ والي عبدالستار ميرزکوال ددې پروژو د پرانيستې په مراسمو کې پژواک ته وويل چې ددې ولايت د ادارې او حسابدارۍ انستیتيوت ودانۍ د ۲۷ میلیونه افغانیو په لګښت،د ساینسي علومو مرکز د ۳۰ ميليونه افغانیوپه لګښت، د نجارۍ فابریکه د ۴۱۰ میلیونه افغانیو په لګښت، د قيمتي ډبرو د پروسس او خرڅلاو مارکېټ د ۴۵۰ میلیونه افغانیوپه لګښت جوړ شوي دي.
هغه زياته کړه، د ٩،٢ ميليون افغانيو په لګښت د مرورې ولسوالۍ د غاښي پاس د ٢١ کیلومتره سړک هواري او جغل اچونې پروژې کار پیل شو.
والي وايي، د قیمتي کاڼو د پروسس او خرڅلاو په دغه مارکېټ کې به د پنجشېر،نورستان، بدخشان او کونړ ولایتونو د قیمتي کاڼو پروسس کیږي او له دې ځایه به د هېواد نورو ولایتونو او له هېواده بهر صادریږي.
د ماليې وزارت سرپرست وزير همایون قیومي وویل چې د معارف په چوکاټ کې چې کوم انستیتيوت او د ساینس علمي مرکز جوړ شو له دې وروسته به کونړي ځوانان او نجونې دې ته نه اړکیږي چې د ساینسي علومو د زده کړې لپاره له کونړ څخه بهر و لاړ شي.
نوموړي زیاته کړه، د نجارۍ د فابریکې هغه ماشین الات چې اوس دوی را وړي، معیاري نه او د فابریکې مسوول ته يې وخت ورکړ چې باید عصري ماشين الات راوړي .
د قيومي په وينا، د وزيرانو په شورا کې يې ويلي چې هره دولتي اداره له بهر څخه فرنيچر راوړي، دوى به يې لګښت نه ورکوي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن