د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

کندوز ښار کې د برېښنا د شارټۍ له امله دوه ماشومان مړه شوي

پېښې

ارشيف

کندوز ښار کې د برېښنا د شارټۍ له امله دوه ماشومان مړه شوي

Jul 23, 2019 - 13:42

کندوز ښار (پژواک، د زمري لومړۍ نېټه ٩٨): په کندوز ښار کې د برېښنا د شارټۍ له امله دوه ماشومان مړه شوي او دوه ښځې ټپيانې شوې دي.

د کندوز د امنيې قوماندانۍ وياند سرور حسيني د زمري په لومړۍ نېټه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه د دويمې حوزې اړوند د سړک نو په سيمه کې په يوه نانوايي کې د برېښنا شارټي رامنځته شوې ده.

د هغه د معلوماتو له مخې، په دغه پېښه کې دوه ماشومان چې د نانوايي شاګردان وو مړه شوي او يوه نجلۍ او يوه ښځه ټپيانې شوې دي.

هغه زياته کړه: (( د نانوايي دوکان په يو کور کې دى، کله چې نانوايي کې شارټي رامنځته کيږي، کور کې هم شارټي پيدا کيږي چې يوه ماشومه نجلۍ او يوه ښځه په کې ټپيانې کيږي.))

د حسيني په وينا، د همدې شارټۍ له امله نانوايي او يو ګدام اور اخلي چې بيا د اطفايې کارکوونکي سيمې ته ورځي او اور وژني.

دغه راز د سيمې يوه اوسېدونکي عبدالحق پژواک ته وويل: ((د شپې١١ بجې وې چې په نانوايي کې اور ولګېده، موږ ورغلو وضعيت ډېر خراب وو.))

دى وايي چې په دې پېښه کې درې تنه مړه شوي او يوه ښځه ټپي شوې ده.

د يادونې ده چې ډېرى مهال دغه شان پېښې، برېښنا سره د بې احتياطۍ له امله رامنځته کيږي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement