ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ديني عالمان: د نجونو زده کړو پر وړاندې خنډونه له منځه وړو

ديني عالمان: د نجونو زده کړو پر وړاندې خنډونه له منځه وړو

author avatar
24 Jul 2019 - 17:56
ديني عالمان: د نجونو زده کړو پر وړاندې خنډونه له منځه وړو
author avatar
24 Jul 2019 - 17:56

جلال اباد (پژواک، ۲ زمری ۹۸): په ننګرهار کې يو شمېر ديني عالمانو په دغه ولايت کې د نجونو د زده کړو پر وړاندې د خنډونو پای ته رسولو غوښتنه کوي او وايي، دوی به دغه غږ د ممبرونو له لارې خلکو ته ورسوي.

خو قومي مشران وايي، د ښځو ښوونکو نشتوالی د نجونو د زده کړو پر وړاندې لوی خنډ دی، که دا ستونزه حل شي نو هېڅوک به خپلې لوڼې او خويندې په نيمه کې له زده کړو نه ګرځوي.

د پوهنې رياست مسوولین هم مني چې د دغه ولايت په يوولسو ولسواليو کې ښځې ښوونکې نشته چې له امله يې د نجونو زده کړې له خنډ سره مخ دي.

دیني عالمانو او قومي مشرانو دا څرګندونې د زمري په ۲مه په جلال اباد ښار کې د نجونو د زده کړو پر وړاندې د پرتو خنډونو په اړه د عامه پوهاوي د يوې غونډې پر مهال وکړې.

ديني عالمانو د هلکانو په څېر نجونې هم د تعليم حقدارې وبللې او پر والدينو يې غږ وکړ چې د زامنو تر څنګ خپلې لوڼې هم ښوونځيو ته ولېږي او پرې ديني او عصري زده کړې وکړي.

غونډې ته د وينا پر مهال دیني عالم مولوي حبیب الله جلال ابادي وویل، هېڅوک باید د ښځو د تعلیم مخه ونه نیسي.

هغه وايي، دیني عالمان بايد په ممبرونو کې دغه مسئله واضح کړي چې تعلیم فرض دی.

ولسي خلک وايي، که په ښوونځیو کې ښځې ښوونکې وګومارل شي نو خلک به خپلې خویندې او لوڼې په نمايي کې له ښوونځي نه وباسي.

د شينوارو ولسوالۍ يو قومي مشر مصطفی خان له پژواک سره په خبرو کې وويل، که ښځينه ښوونکې موجودې وي، نو کورنۍ هم د لور خور د تعليم مخه نه نيسي، خو لويه ستونزه د ښځو ښوونکو نه شتون دی.

د ننګرهار د پوهنې رييس حسيب الله شينواری هم مني چې دا اوس د ننګرهار په یوولسو ولسوالیو کې هېڅ ښځه ښوونکې نشته او نه هم په کې څوک له دوولسم ټولګې فارغه شوې ده.

نوموړي زياته کړه: ((ټولې يوولس ولسوالۍ دي چې دوربابا، اچين، نازيان، غني خېل، پچيراګام، دره نور، ګوشته، لعلپوره او يو شمېر نورې ولسوالۍ په کې شاملې دي.))

د پوهنې رييس له ديني عالمانو وغوښتل چې د ممبرونو له لارې د نجونو تعليم روا والي او ګټو په اړه خبرې وکړي څو خلک په پوره لېوالتيا او خوښۍ سره خپلې لوڼې او خوندې تعليم ته وهڅوي او ښوونځيو ته يې ولېږي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.