ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په خوست کې ښوونکو ته د ځمکې نومرو وېش پيل شو

په خوست کې ښوونکو ته د ځمکې نومرو وېش پيل شو

author avatar
24 Jul 2019 - 14:33
په خوست کې ښوونکو ته د ځمکې نومرو وېش پيل شو
author avatar
24 Jul 2019 - 14:33

خوست ښار (پژواک، ۲ زمری ۹۸): په خوست کې د ښوونکو له اعتراض او کاربنديز ورروسته هغوى ته د ځمکې نومرو د وېش لړۍ پيل شوه.

دغه نومرې چې ۲۴۹ یې د ښوونکو لپاره د استوګنې کورونو لپاره بېلې شوې، د خوست ښار شمال لور ته د متون مېنې په ښار ګوټي کې وېشل کېږي.

د خوست والي محمد حليم فدايي په همدې اړه جوړې شوې غونډې ته وويل چې په ياد ښارګوټي کې هغو ښوونکو ته يوه، يوه نومره ځمکه ورکول کېږي چې د عمر ډېره برخه يې په تدريس تېره کړې ده.

نوموړي وويل چې په ياد نوملړ کې يو شمېر هغه ښوونکي هم شامل دي چې په دې وروستيو کې تقاعد شوي دي.

فدايي زياته کړه، ولايتي اداره غواړي چې د دغه ولايت ټولو ښوونکو لپاره چې د نومرو د وېش پر شرايطو برابر دي، يوه- يوه نومره ځمکه ورکړي، خو ويې ويل چې دا وخت ته اړتيا لري.

د خوست د پوهنې رييس نصير احمد روښان يادو مراسمو ته وويل، نننی ښارګوټی چې پر ښوونکو وېشل کېږي، د ۱۳۸۵ هـ ش کال پروژه ده چې د تخنيکي ستونزو له امله ځنډېدلې وه.

هغه وويل، د ولايتي ادارې په همکارۍ يې وکړای شول د دې پروژې په مخ کې پرتې ستونزې او خنډونه لرې او پر ښوونکو يې د وېش عملي چارې پيل کړي.

د دغه ولايت يوه ښوونکي محمد رسول پژواک اژانس ته وويل چې له ۱۳۵۱ هـ ش کال راهيسې د ښوونکي په توګه دنده ترسره کوي، خو په دې ټوله موده کې يې کوم بل امتياز نه دی ترلاسه کړی.

نوموړي د يوې نومرې ځمکې پر ترلاسه کولو خوښي څرګنده کړه او ويې ويل چې د ښوونکو د ستونزو هوارول د پوهنې د بهير پر کيفيت مثبت اغېز لري.

د يادونې ده، څو کاله مخکې د خوست په مرکز، اسماعيل خېلو او مندوزي او ټني ولسواليو کې هم پر سلګونو ښوونکو يوه، يوه نومره ځمکه وېشل شوې او د ښارګوټو پر جوړېدو يې کار روان دی.

د يادونې ده، څو ورځې مخکې د دغه ولايت د څلورو ولسواليو سلګونو ښوونکو د ځمکو د نومرو د نه وېش له امله کاربنديز کړى و.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.