ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کابل د باريک اب صعنتي- کرنيز پارک پانګونې ته چمتو شو

د کابل د باريک اب صعنتي- کرنيز پارک پانګونې ته چمتو شو

author avatar
24 Jul 2019 - 19:39
د کابل د باريک اب صعنتي- کرنيز پارک پانګونې ته چمتو شو
author avatar
24 Jul 2019 - 19:39

کابل (پژواک، ۲ زمری ۹۸): د پلازمېنې زون د پراختيا اداره وايي، د کابل د ده سبز ولسوالۍ د باريک اب کرنيز او صنعتي پارک چې د ۲۳ ميليونه ډالرو په لګښت يې بنسټيزې چارې بشپړې شوې، پانګونې ته چمتو او پرانيستل شو.

د پلازمېنې زون د پراختيا ادارې سرپرست انجنير عبدالسميع ستانکزي د زمري په ٢مه د کابل د ده سبز ولسوالۍ د باريک اب کرنيز -  صنعتي پارک د پرانيستې په مناسبت ناسته کې وويل، د هېواد په کچه دا لومړی او معياري کرنيز -  صنعتي پارک دی چې پانګونې ته چمتو کېږي.

هغه وويل: "پر دغه کرنيز- صنعتي پارک پر بنسټيزو چارو لکه برېښنا، سړکونو، کاناليزاسيون او نورو اړوند چارو ۲۳ ميليونه ډالره لګښت لري او پانګوال کولای شي په دغه کې پارک پانګونه وکړي."

د ده په وينا، اقتصادي زون د پراختيا په موخه د هېواد اقتصادي عالي شورا د ۱۳۹۴ کال د پرېکړې له مخې د دغه کرنيز- صنعتي پارک چې د نوي کابل د ماسټر پلان تکميل کوونکی دی، په ۲۰۰۰ جريبه ځمکه کې پلان شوی او لومړی فاز يې چې ۵۵۰ جريبه ځمکه ده، ګټې اخيستنې ته چمتو دی.

ستانکزی زياتوي، په دغه پارک کې ۴۰۰ پانګوال کولای شي په کرنيزه برخه کې پانګونه وکړي چې له لارې به يې ۱۵۰۰۰ کسانو ته په مستقيم او ۴۵۰۰۰ کسانو په غير مستقيم ډول د کار زمینه برابره شي او تر ۳۵۰ ميليونه ډالرو پورې د پانګونې اسانتیا به ولري.

د ده د معلوماتو له مخې، په دغه پارک کې د وچو او تازه  مېوو پروسس، له تازه مېوو د جوس جوړول، د لبنياتو پروسس، حيواني غوښې، تازه سابو، خوراکي توکو، عطرونو او نورو کرنيزو توکو د پروسس او بسته بندۍ فابريکې جوړې شي.

دی وايي: "لکه څنګه چې ولسمشر له خپل ملت، په ځانګړي ډول د خصوصي سکټور له پانګوالو سره ژمنه کړې وه چې هغوی ته به صنعتي پارکونه جوړوي، دا يې د ژمنو د پلې کېدو لړۍ روانه ده؛ لکه څنګه چې څو ورځې د خپلواکۍ سلمه کليزه نمانځو، ډېر ژر به خپله اقتصادي کليزه هم ونمانځو او د اقتصادي خپلواکۍ خاوندان به شو."

ستانکزي زياتوي، ډېر ژر په د ميدان وردګو په مرکز ميدانښار، د لوګر په محمداغې ولسوالۍ او د کابل د سروبي په ولسواليو کې صنعتي پارکونه ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.

د سوداګرۍ او صنعت وزارت مرستيال ظهيرالدين شېرزاد ناسته ته وويل چې دا مهال په ټول هېواد کې ۲۵ صنعتي پارکونه شته چې له اتو يې عملاً ګټه اخيستل کېږي او ډېر ژر به نور صنعتي پارکونه هم ګټې اخيستنې ته چمتو شي.

هغه زياته کړه، تر دې مهاله لسګونو پانګوالو د پانګونې په موخه خپل غوښتنليکونه وړاندې کړي او ډېر ژر به ځمکې د هغوی په واک کې ورکړل شي.

د سوداګرۍ او صنايعو خونې مرستيال خانجان الکوزي د ياد کرنيز- صنعتي پارک له پرانيستل کېدو خوښي وښوده او زياته يې کړه چې د دغه پارک په جوړېدو سره به سلګونو پانګوالو ته پانګونې زمينه برابره شي.

دی زياتوي، روان کال افغان سوداګرو يوازې۲۰۰۰ ټنه جلغوزي نورو هېوادونو ته وړي او که چېرې زمنيه او اسانتياوې ورته برابرې شي، ډېر افغانۍ محصولات به نړيوالو بازارونو ته ورسوي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.