ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

لسګونه کيلوګرامه نشه يي توکي ضبط او درې ماشومان د تښتونکو له بنده خوشې شول

لسګونه کيلوګرامه نشه يي توکي ضبط او درې ماشومان د تښتونکو له بنده خوشې شول

author avatar
24 Jul 2019 - 15:07
لسګونه کيلوګرامه نشه يي توکي ضبط او درې ماشومان د تښتونکو له بنده خوشې شول
author avatar
24 Jul 2019 - 15:07

 

زرنج/ ميمنه (پژواک، ۲ زمری ۹۸): په فارياب کې درې ماشومان د انسان تښتونکو له بنده ازاد او بلخوا بیا د نيمروز پوليسو ۶۹ کيلوګرامه بېلابېل ډول نشه يي توکي کشف او ضبط شوي دي.

د فارياب د امنيې قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول عبدالکريم يورش د دغه مطلب څرګندولو تر څنګ پژواک خبري اژانس ته وويل چې قاچاق وړونکو ياد درې ماشومان له کابله تښتولي او د هرات له لارې يې ميمنې ته راوړي وو.

د نوموړي په وينا، د فارياب امنيې قوماندانۍ له جنايي جرمونو سره د مبارزې مديريت تېره شپه د کشفي او اوپراتيفي عملياتو په لړ کې ياد ماشومان په يو مسافرخونه کې د انسان تښتونکو له بنده وژغورل او نن يې خپلو کورنيو ته ور وسپارل.

نوموړي وويل چې په قضيه کې ښکېل کسان د شپې له تيارې په استفادې پر تېښته بريالي شول خو د پوليسو تر تعقيب لاندې دي.

د يو بل خبر له مخې، د نيمروز ولايت امنيتي منسوبينو په زرنج ښار کې څه باندې ۶۹ کيلوګرامه بېلابېل نشه يي توکي کشف او ضبط کړي دي.

د نيمروز امنيې قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول محمد ابراهيم په خبره، په دغه موادو کې ۲۲ کيلوګرامه هيرويين، ۱۳،۵ کيلوګرامه شيشه، ۲۳ کيلوګرامه ترياک او ۱۱ کيلوګرامه جامد کيمياوي مواد شامل دي چې د يو بې نمبر پلېټه کرولا موټر په ټول بکس کې په ماهرانه ډول ځای پر ځای شوي وو، کشف او ضبط کړل.

نوموړي زياته کړه چې د دې قضيې عاملين هم له سيمې تښتېدلي خو پوليس هڅه کوي څو هغوی ونيسي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.