کابل (پژواک، ٢ زمرى ٩٨): ولسمشر اشرف غني د افغانستان کرکټ بورډ لپاره نوى عمومي رييس ټاکلى دى.
له ارګه د زمري په ٢مه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ولسمشرۍ ماڼۍ د عالي مقام د حکم پر بنسټ، فرهان يوسفزی د افغانستان کرکټ بورډ د غړي او عمومي رييس په توګه ګومارل شوى دى.
خو د ارګ په خبرپاڼه کې د نوموړي د کاري تجربې په اړه هېڅ معلومات نه دي ورکړل شوي او نه يې هم څوک پېژني.
د افغانستان کرکت بورډ يوه چارواکي چې د نوم له څرګندولو يې ډډه کوله، پژواک ته وويل چې د نوموړي ګومارل ټولې ادارې ته د حيرانتيا خبره وه؛ ځکه چې هېچا نه پېژاند.
خو په ټولنيزه شبکه فيسبوک کې د نوموړي په اړه ځيني معلومات خپاره شوي دي.
د ببرک عمر په نوم د کرکټ يوه فعال او کارپوه په فېسبوک کې ليکلي چې هغه له لندن څخه پخوا راغلى، د دفاع وزارت یو قراردادي دى او د هولډينګ په نامه کومه کمپنۍ لري.
خو نورو بيا ليکلي چې هغه په امريکا کې د مديريت په برخه کې تر ماسترۍ پورې لوړې زده کړې دي.
فرهان يوسفزى د عزيزالله فضلي پر ځاى د کرکټ بورډ نوى رييس ټاکل شوى، فضلي نهه مياشتې مخکې د عاطف مشعل له لرې کېدو وروسته د کرکټ بورډ عمومي رييس ټاکل شوى و.
فضلي په کرکټ کې ځيني بدلونونه راوستل، کپتان يې بدل کړ، ګلبدين يې د اصغر پر ځاى کپتان وټاکه چې له امله يې په لوبډله کې اختلافات پيدا شول، نبي او راشد له ګلبدين سره مخالفت وکړ.
د همدې مخالفتونو له امله په نړيوال جام کې د افغانستان لوبډله ښه ونه لوبېده، نهه لوبې يې وبايللې او وروسته په نړيوال جام کې د ځينو لوبغاړو له خوا په قصدي توګه د سمې لوبې نه کولو راپورونه ورکړل شول.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن