د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

ډاکتر عبدالله: ظاهرشاه په هېواد کې د سولې، پرمختګ او ملي یووالي غوښتونکی پاچا و

ډاکتر عبدالله: ظاهرشاه په هېواد کې د سولې، پرمختګ او ملي یووالي غوښتونکی پاچا و

Jul 24, 2019 - 14:43

کابل (پژواک، ۲ زمری ۹۸): د افغانستان د حکومت اجرائيه رییس د افغانستان پخوانی پاچا محمد ظاهرشاه زړه سواندی، د پرمختګ، سولې او ملي یووالي غوښتونکی پاچا وباله.

نن په کابل کې د افغانستان د پخواني پاچا محمد ظاهرشاه په یاد غونډه جوړه شوې وه چې په کې مخکني ولسمشر حامد کرزي، د حکومت اجرائیه ريیس ډاکتر عبدالله عبدالله او ځينو نورو چارواکو، د ملي شورا يو شمېر غړو او د پاچا د کورنۍ غړو ګډون کړی و.

اجرائیه ريیس ډاکتر عبدالله په دې یادغونډه کې وویل چې د افغانستان خلک ظاهرشاه یو زړه سواندی، د سولې، پرمختګ او ملي وحدت غوښتونکی پاچا بولي.

ده زیاته کړه چې محمد ظاهرشاه کوم ساختګي شخصیت نه و او کوم ظرفیت یې چې درلود، هېڅ کله یې مبالغه نه کوله.

هغه څرګنده کړه، ظاهرشاه د دې تر څنګ چې له ادب او شعر سره یې مینه درلوده، د افغانستان د خلکو د عزت او سولې ټینګښت لپاره یې ډېره هڅه کوله.

محمد ظاهرشاه د خپل پلار محمد نادر خان له وژل کېدو په ۱۹ کلنۍ کې د افغانستان پاچا شو او پاچهي یې تر څلوېښتو کلونو ډېر دوام وکړ.

په ۱۳۵۲ کال کې چې کله محمد ظاهرشاه په ایټالیا کې و، د هغه د تره زوی محمد داوو خان د هغه د سلطنت پر وړاندې کودتا وکړه او د لومړي ځل لپاره يې په افغانستان کې جمهوري نظام اعلان کړ.

ظاهرشاه د طالبانو د نظام له سقوط وروسته په ۱۳۸۱ کال کې د حامد کرزي په مشرۍ د نوي حکومت په رامنځته کېدو بېرته هېواد ته راستون شو، له حکومتي چارواکو او قومي مشرانو سره د سولې د ټينګښت لپاره په جرګو بوخت و چې بالاخره يې د ملت بابا لقب خپل کړ.

هغه د ۱۳۸۶ کال د زمري میاشتې په لومړۍ نېټه د ۹۲ کلونو په عمر په کابل کې له دې نړۍ سترګې پټې کړې او د خپل پلار او کورنۍ د ځینو نورو غړو ترڅنګ د مرنجان پر غونډۍ خاورو ته وسپارل شو.

 

نښه: 

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement