مزارشريف (پژواک، ٣ زمرى ۹۸): د بلخ د ولايتي شورا رييس محمد افضل حديد وايي چې د دغه ولايت په شپږو ولسواليو کې امنيتي ګواښونه لوړې کچې ته رسېدلي دي.
هغه زياته کړه چې له دې ډلې د بلخ د درېیو ولسواليو يواځې ودانۍ له امنيتي ځواکونو سره دي او نورې ټولې سيمې يې طالبانو نيولې دي.
افضل حديد د لړم په درېيمه له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وويل چې د بلخ امنيتي حالت جدي بيا کتنې ته اړتيا لري.
هغه زياتوي چې د دغه ولايت په شپږو ولسواليو لکه چمتال، چهاربولک، دولت اباد، کشندې، شولګر او بلخ ولسواليو کې امنيتي ګواښونه لوړې کچې ته رسېدلي دي.
د حديد په خبره، د پورته يادو ولسواليو له ډلې بيا په چمتال، چهاربولک او دولت اباد ولسواليو کې يواځې د ولسوالۍ او امنيې قوماندانيو ودانۍ له امنيتي ځواکونو سره دي او پاتې نور ټول کلي وسله والو طالبانو لاس ته ورغلي دي.
خو نوموړي وويل چې د مزارشريف ښار له بشپړ امنيت څخه برخمن دی او د تېر په پرتله په کې جنايي پېښې هم کمې شوې دي.
د بلخ د ولايتي شورا رييس د دغه ولايت د نا امنيو د عواملو په اړه وويل چې د جګړې زياتېدو او امنيت د خرابېدو لوی لامل په بلخ کې په کافي اندازه د امنيتي تشکيل نه موجوديت دی.
هغه د بېلګې په ډول وويل چې د بلخ د امنيت لپاره بايد د شاهين قول اردو يوه لوا موجوده وي خو زياتوي چې د يادې لېوا يواځې يو کنډک په بلخ کې دنده ترسره کوي او پاتې درې کنډکونه يې يا په بغلان او يا هم د شمال په نورو ولايتونو کې پر امنيتي چارو بوخت دي.
نوموړي همدا راز وويل چې بلخ ټولټال ۳۵۰۰ پوليس تشکيل لري، حال دا چې دلته د وګړو شمېر شاوخوا ۳ ميليونه ته رسېږي نو ښکاره خبره ده چې دغه تشکيل کافي نه دی.
حديد هيله مندي وښوده چې په وروستيو مياشتو کې د بلخ په ناامنو سيمو کې د سيمه ييزې اردو ځای پر ځای کېدو پروګرام پيل شوی چې په خبره يې دا به د امنيت د ټينګښت په برخه کې موثر ګام وي.
هغه که څه هم د سيمه ييزې اردو جوړېدو ته خوشبين دی خو غوښتنه يې دا ده چې د سيمه ييزو پوليسو د جوړېدو ناکامې تجربې يو ځل بيا تکرار نه شي.
د ولايتي شورا رييس د امنيت د ټينګښت په برخه کې د سيمه ييزو پوليسو هڅې ستايي خو زياتوي چې يادو ځواکونو په نظم او کاري برخو کې هم پراخې ستونزې درلودلې.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن