ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پکتيکا د ٢٢ ولسواليو قومي مشرانو له نظام او ټاکنو ملاتړ وښود

د پکتيکا د ٢٢ ولسواليو قومي مشرانو له نظام او ټاکنو ملاتړ وښود

author avatar
25 Jul 2019 - 16:37
د پکتيکا د ٢٢ ولسواليو قومي مشرانو له نظام او ټاکنو ملاتړ وښود
author avatar
25 Jul 2019 - 16:37

ښرنه (پژواک، ٣ زمرى ٩٨): د پکتيکا ولايت د ۲۲ ولسواليو قومي مشرانو په اورګون ولسوالۍ کې د يوې غونډې په ترڅ کي د نظام  او ټاکنو د ملاتړ تر څنګ خپلو ولسواليو ته په بېلابېلو برخو کې د پاملرنې غوښتنه وکړه.

چارواکو بيا له خلکو سره په خبرو کي ژمنه وکړه چې حکومت د بيارغونې، ځنګلونو ساتنې، پوهنې او نورو برخو کې ځانګړي پلانونه لري.

د دغه ولايت د شکين ولسوالۍ اوسېدونکي او قومي مشر حاجي مير افضل وويل چي ولس تل د خپل نظام د ملاتړ تر څنګ په ملي مسايلو لکه په ټاکنو کې خپل مسووليت ترسره کړی او لا هم ژمن دی چي اړوند برخو همکارۍ ته دوام ورکړي.

هغه له خلکو غوښتنه وکړه چي د امنيت په برخه کې دې له امنيتي خواکونو سره اوږه په اوږه کار وکړي، څو په ولسواليو کي د روغتيا، بيارغوني، پوهنې او نورو برخو کې چټک کارونه ترسره شي.

د مټاخان ولسوالۍ قومي مشر مدثر اندړ وويل، دا لومړی ځل دی چي د قومونو، قبايلو او سرحدونو چارو وزارت د جرګو او قبايلو د همغږۍ مسوول نيازمحمد اميري چې دغه غونډه يې په لار اچولې وه، له خلکو غوښتنه وکړه چي په راتلونکو ولسمشرۍ ټاکنو کې دې په پراخ ډول ګډون وکړي او د خپلې خوښې کانديد ته دې رايه ورکړي.

قومي مشرانو زرخان، خيرمحمد او ګڼ شمېر نورو قومي مشرانو له حکومته غوښتنه وکړه چي د پکتيکا ولايت ټولو ولسواليو ته دې د پوهنې، بيارغونې، روغتيا او نورو برخو کي يو ډول پاملرنه وشي.

د پکتيکا والي مجيب الرحمن څمکني په خبرو کې له قومونو وغوښتل چي په خپلو سيمو کې دې د امنيت ټينګښت لپاره قومي تړون پياوړی کړي.

هغه له خلکو مننه وکړه چې يو خل بيا يې له امنيتي ځواکونو او نظام څخه کلک ملاتړ وکړ چې دغه ملاتړ به په دغه ولايت کې د بيارغونی تر څنګ ښې حکومتولۍ ته زمينه برابره کړي.

د يادونې ده چې دغه غونډه د قومونو او سرحدونو چارو وزارت له لوري په لاره اچول شوې وه، څو قومونه په ګډه له حکومت سره خپلې ستونزې شريکې کړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.