د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

غږيزه څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د کابل د بريد په وژل شوو کې پنځه ښځې او يو ماشوم شامل دي

د کابل د بريد په وژل شوو کې پنځه ښځې او يو ماشوم شامل دي

Jul 25, 2019 - 10:33

 

درېيم تعقيب- کابل (پژواک، ۳ زمری ۹۸): د عامې روغتيا وزارت وايي چې د کابل ښار په ۱۶مه امنيتي حوزه کې د کانونو او پټروليم وزارت د کارکوونکو پر موټر ځانمرګي بريد کې اته مړي  او ۲۷ ټپيان روغتونونو ته لېږدول شوي دي.

د عامې روغتيا وزارت وياند وحيدالله مايار وايي چې په وژل شوو اتو کسانو کې پنځه ښځې او يو ماشوم شامل دي.

د کورنيو چارو وزارت وياند نصرت رحيمي وايي چې نن سهار شاوخوا اته بجې د کابل ښار د ملي بس څلورلارې په ساحه کې د کانونو او پټروليم وزارت د کارکوونکو پر موټر د موټرسايکل په وسيله ځانمرګی بريد وشو.

د رحيمي په خبره، له ياد ځانمرګي بريد وروسته په سيمه کې دويمه چاودنه هم شوې ده.

د کانو او پتروليم وزارت سرپرسته نرګس نهان وايي، د دغه وزارت پر کارکوونکو ځانمرګي بريد کې اته  کارکوونکي وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان دي.

هغه زياتوي: "د کانونو او پټروليم وزارت رهبري له بريد وروسته د ټپيانو لېدو ته روغتونونو ته تللي څو زخميانو ته وينه ورکړي او شهیدانو ته لازمه رسېدنه وشي او له امنيتي ارګانونو غواړو چې دغه پېښه په جدي ډول وڅېړي."

د ده په وينا، دغه ډول بريدونه پر استخراجي کړنو هېڅ ډول اغېز نه لري او دوی په خپلو کارونو ته دوام ورکړي.

دا په داسې حال کې چې دوه کاله مخکې هم د ياد وزارت پر کارکوونکي ورته بريد شوی و چې له امله يې ۱۵ انجنيران وژل شوي وو.

د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي، د کابل ښار د ملي بس په څلورلاره کې چې کومې دوه چاودنې پر کاسټر موټر شوې دي، په دوی پورې اړه نه لري.

خو تر اوسه کومې بلې ډلې د دغه بريد مسووليت نه دی منلی.

دغه رازا نن له يادو دوو چادونو وروسته د کابل ښار د نهمې امنيتي حوزې اړوند د ډسپيچري په سيمه کې يو بل موټربم بريد هم شوی دی.

امنيتي چارواکي وايي چې به دغه بريد کې درې ملکي وګړي وژل شوي او ۱۵ نور ټپيان دي.

د ياد بريد مسووليت وسله والو طالبانو پر غاړه اخيستی دی.

له ارګه په خپره شوې خبرپانه کې ویل شوي چې طالبانو د خپلو جنایتونو په دوام نن سهار د کانونو او پټرولیم وزارت د کارکوونکو پر موټر او د کابل ښار د نهمې ناحیې په مربوطاتو کې په دوو جلا تروریستي بریدونو او د ننګرهار په خوګیاڼیو ولسوالۍ کې د خښ شوي ماین په پایله کې د ښځو، ماشومانو او ښاروالۍ د تنظیف ریاست د کارکوونکو په ګډون یو شمېر هېوادوال شهیدان او ټپیان کړل.

ولسمشر غني د دغو وحشیانه بریدونو د غندلو تر څنګ ویلي: ((طالبان له یوه لوري خبرې او له بل لوري فجایع او بشري جنایتونه تکراروي، خو هغوی باید پوه شي چې په دې کارونو نه د سولې په مذاکراتو کې امتیازات ترلاسه کولای شي او نه د خلکو له نفرت او کرکې ځان خلاصولای شي.))

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور ريیس د شهیدانو کورنیو ته د خپلې ژورې خواخوږۍ او همدردۍ مراتب څرګندوي او ټپیانو ته د خدای تعالی په دربار کې د بشپړې روغتیا دعا کوي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan