لومړی تعقيب - کابل (پژواک، ۳ زمری ۹۸): د کورنيو چارو وزارت وايي چې د کابل- جلال اباد پر لويه لار د ډسپيچري سيمه کې د موټر بم بريد په پايله کې درې ملکي وګړي وژل شوي او ۱۵ نور ټپيان دي.
د کورنيو چارو وزارت وياند نصرت رحيمي وايي، دغه بريد د کابل ښار د ملي بس څلور لارې تر بريد څو شېبې وروسته شوی دی.
همداراز، په سيمه کې يوه عيني شاهد غلام محي الدين پژواک خبري اژانس ته وويل چې د بهرنيانو پر يو لنډکروزر موټر چاودنه وشوه او مرګ ژوبله هم لري.
هغه زياتوي، چاودنه ډېره درنه وه او د بريد په سيمه کې يې نږدې کورونو ته هم زيان اړولی دی.
د پژواک خبريال چې د بريد په سيمه کې دی، وايي چې دوه لنډکروزر موټر چې د بريد په سيمه کې دي، زيانمن شو، خو د بريد سيمه امنيتي ځواکونو کلابنده کړې او خبريالانو ته د ور نږدې کېدو اجازه نه ورکوي.
دا په داسې حال کې ده چې نن سهار شاوخوا اته بجې د کابل ښار د شپاړسمې امنيتي حوزې اړوند د کانونو وزارت د کارکوونکو پر موټر لومړی ځانمرګی بريد وشو او وروسته دويمه چاودنه هم رامنځته شوه.
د ده په وينا چې په دغه ځانمرګي بريد کې اووه کسان وژل شوي او ۲۱ نور ټپيان دي، خو د چاودنې د مرګ ژوبلې به اړه لا هم کره معلومات نشته.
د ياد بريد مسووليت وسله والو طالبانو پر غاړه اخيستی دی.
د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي، دوی د کابل ښار په ډسپيچري سيمه کې د بهرنيو ځواکونو د لوړ رتبه افسرانو پر موټرو بريد کړی او وايي چې په دغه بريد کې نهه بهرني افسران وژل شوي او دوه موټر یې ويجاړ شوي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن