خوست ښار (پژواک، ۳ زمری ۹۸): د افغانستان د خپلواکۍ د سلمې کالیزې په ویاړ په خوست کې د سلو ښوونځيو ودانيو د بنسټ ډبرې کېښودل شوې.
د ښوونځیو دغه ودانۍ د دغه ولايت په مرکز او يوولسو نورو ولسواليو کې د کليو پراختيا او بيارغونې وزارت د ولسي تړون برنامې په چوکاټ کې جوړېږي.
د خوست والي محمد حليم فدايي د زمري په ٣مه د يادو ودانيو د بنسټ ډبرې اېښودو پر مهال پژواک خبري اژانس ته وويل چې پر دغو سلو ودانيو څه باندې ۵۴۷ ميليونه افغانۍ لګښت راځي.
نوموړي زياته کړه، دغه ودانۍ چې چارې به يې په راتلونکو شپږو مياشتو کې بشپړې شي، زرګونه زده کوونکو ته به د سرپناه زمينه برابره شي.
په ورته وخت کې د خوست د پوهنې رييس نصیراحمد روښان وايي چې د دغو ودانيو په جوړېدو سره به د زده کوونکو اويا سلنه د سرپناه ستونزه هواره شي.
د راپورونو له مخې، دا مهال د دغه ولايت نږدې شپېته سلنه ښوونځي ودانۍ نه لري چې زده کوونکي يې د ونو تر سيورو او سره لمر لاندې زده کړې کوي.
د يادونې ده، ولسمشر اشرف غني په ټول هېواد کې ٦٠٠٠ ښوونځيو ته د ودانيو جوړولو اعلان کړى دى.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن