ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په فارياب کې ٣٠ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

په فارياب کې ٣٠ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

author avatar
25 Jul 2019 - 17:30
په فارياب کې ٣٠ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې
author avatar
25 Jul 2019 - 17:30

ميمنه (پژواک، ٣ زمری ٩٨): د فاریاب ولایت پر دولت اباد ولسوالۍ د طالبانو د برید له امله د دوو ماشومانو په ګډون درې کسان وژل شوي او ۱۱ ملکي وګړي ټپیان دي، بلخوا ددغه ولایت د المار ولسوالۍ په جګړه کې د دواړو لوریو ۱۶ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د دولت اباد ولسوال عبدالرازق کاکړ پژواک خبري اژانس ته وویل، تېره شپه ۸:۳۰ بجې طالبانو د دولت اباد ولسوالۍ پر مرکز د هاوان اووه مرمۍ وتوغولې.

سرچینې زیاته کړه، د هاوان د اوو مرمیو له توغولو وروسته طالبانو پر ولسوالۍ برید وکړ او د شپې تر لسو بجو جګړې دوام درلود چې طالبانو له مرګ ژوبلې وروسته شاه تګ کړی دی.

کاکړ وویل، د هاوان یوه مرمۍ د ملي امنیت اړوند ولسي پاڅون کوونکو ته نږدې لګېدلې چې له امله یې یو کس وژل شوی او درې نور ټپیان دي، د هاوان بله مرمۍ د ولسوالۍ د ودانۍ سوېل ختېځ لوري په ۵۰۰ مترۍ چغاتک کلي کې د استوګنې پر یوه کور لګېدلې چې له امله یې ۱۱ ملکي وګړي ټپیان دي.

د فاریاب د پولیسو مطبوعاتي مسوول عبدالکریم یورش پژواک ته وویل، د دولت اباد د تېرې شپې په جګړه کې پنځه طالبان، دوه ماشومان او یو امنیتي سرتېری وژل شوي، نهه ملکي وګړي، اووه طالبان او درې دولتي سرتېري ټپیان دي.

د فاریاب د ولایتي شورا غړي عبدالاحد ایلبېک وايي چې د طالبانو په برید او د هاوان مرمیو د توغولو له امله ډېر زیان ملکي وګړو ته اوښتی او په ورته وخت کې طالبانو ته هم مرګ او ژوبله اوښتې ده.

د فاریاب د برېښنا رییس سید عبدالحمید پژواک خبري اژانس ته وویل، د دولت اباد په جګړه کې عمومي برېښنا پرې شوې، میمنه ښار، دولت اباد، شیرین تګاب، خواجه سبزپوش او پښتونکوټ ولسوالۍ اوس برېښنا نه لري خو د برېښنا د مزيو د بېرته تړلو لپاره سیمې ته کارکوونکي تللي دي.

دولت اباد ولسوالۍ د میمنې ــ اندخوی پر لویه لار پرته ده چې د ولسوالۍ له ودانۍ او بازار پرته یې ۶۰ کلي د وسله والو مخالفینو تر کنټرول لاندې دي.

د یو بل خبر له مخې، د فاریاب ولایت په المار ولسوالۍ کې د جګړې د دواړو لوریو ۱۶ کسان وژل شوي او ټپیان دي، او یو ټانک طالبانو له ځان سره بېولی دی.

د فاریاب امنیتي سرچینې پر المار ولسوالۍ د طالبانو د ډله ییز برید خبر ورکړی او وايي چې د جګړې په ترڅ کې د دواړو لوریو ۱۶ کسان وژل شوي او ټپیان دي.

د فاریاب د پولیسو مطبوعاتي مسوول عبدالکریم یورش پژواک ته وویل چې تېره شپه وسله والو د المار ولسوالۍ پر مرکز ډله ییز برید کړی و خو د امنیتي سرتېرو تر مقاومت وروسته یې شاه تګ وکړ چې په پایله کې يې څلور بریدګر ووژل شول او شپږ نور ټپیان شول.

یورش زیاته کړه، په دې جګړه کې څلور امنیتي سرتېري ټپیان شوي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.