ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

چین له افغانستان سره د لس میلیون ډالرو مرستې هوکړه لیک لاسلیک کړ

چین له افغانستان سره د لس میلیون ډالرو مرستې هوکړه لیک لاسلیک کړ

author avatar
25 Jul 2019 - 19:48
چین له افغانستان سره د لس میلیون ډالرو مرستې هوکړه لیک لاسلیک کړ
author avatar
25 Jul 2019 - 19:48

کابل (پژواک، ٣ زمری ٩٨): پېښو ته د رسېدو د چارو وزارت له چین سره د ۱۰ میلیون ډالرو په ارزښت د افغانستان د طبیعي پېښو زیانمونو ته د غیر خوراکي توکو د مرستې د هوکړه لیک ترڅنګ د هېواد د خپلواکۍ د سلمې کالیزې په مناسب ۱۰۰ بریالي ماین پاکوونکي وستایل.

پېښو ته د رسېدو د چارو وزیر نجیب اقا فهیم د دغه هوکړه لیک د لاسلیک ترڅنګ وویل، د دغو مرستو ټولیز ارزښت لس میلیون امریکايي ډالر دی چې ۱۱ زره خېمې، ۱۱ زره ترپالونه، ۶۰ زره کمپلې او د پخلنځي نور وسایل په کې شامل دي.

هغه زیاته کړه، دغه مرستې به وزارت له تسليمېدو وروسته د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې د طبیعي پېښو زیانمنو ته ووېشل شي.

د ده په وينا، یاد وزارت په وروستیو څو کلونو کې د استنادي دېوالونو د کلکوالي، سربندونو د جوړېدو، کرنیزو کانالونو د بیارغونې او په یوولسو ولایتونو کې د ۲۲۹ میلیون افغانیو په لګښت د ۳۰۰ بېځایه شوو کورنیو لپاره د ژوند کولو د زمینې برابرولو ۱۰۰ پروژې ترسره کړې دي.

هغه روښانه کړه، د دغه وزارت تخنیکي ټيم د ۲۱۹ میلیون افغانیو په ارزښت د ۱۰۰ نورو پروژو لومړنۍ سروې چې استنادي دېوالونه، د سېلابونو د مسیر پاکول، د کانالونو جوړول، د سړکونو جوړول او د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې عامه پوهاوی په کې شامل دي ترسره کړې چې له یادو پروژو به ۳۰ زره او پنځه سوه کسان په مستقیم ډول ګټه اخلي.

 فهیم روښانه کړه، سربېره پر دې دیادو پروژو له پلي کېدو وروسته د استوګنې ۳۷۴۴ کورونه، ۴۲۳۰ جرېبه ځمکه او ۳۸ ښوونځي هم د طبیعي پېښو له خطرونو خوندي کېږي.

 هغه زیاته کړه، په روان کال کې د هېواد په ولایتونو کې د سختو بارانونو او سېلابونو له امله ۳۵۳ کسان مړه، د استوګنې ۱۸۰۰۰ کورونه په بشپړ ډول ویجاړ او ۲۲۴۹۷ کورونه سطحي تخریب شوي دي.

نوموړي دغه راز وویل، چین په روان کال کې د افغانستان لپاره په دوو مرحلو کې د ۱۳ میلیون ډالرو په لګښت ۵۴۷۲ میلیون ټنه وریجې او ۸۱۶ ټنه اوړو مرسته کړې چې په ۳۴ ولایتونو کې د ۱۰۰۰ کورنیو له یو میلیون ډېر کسان ترې ګټه اخلي.

په یادو مراسمو کې د چین سفیر لیون جین سونګ وویل، افغانستان تېر کال له سختو وچکالیو سره چې د دغه هېواد په ۱۶ ولایتونو کې یې د زرګونو کسانو ژوند له ګواښ سره مخ کړی و.

نوموړي د چین دوامدارو همکاریو ته په اشاره وویل: ((دواړه هېوادونه هڅه کوي په راتلونکي کې د چین د مهارتونو او سپوږمکۍ په وسیله په افغانستان کې د تمې خلاف پېښو وړاندوینه وکړي.))

هغه زیاته کړه، افغانستان چې هرکله بیړنیو مرستو ته اړتیا پیدا کړي، چین له شک پرته ډېر ژر له افغانستان سره مرسته کړې ده.

نجیم اقا فهیم د پروګرام په پای کې د هېواد د خپلواکۍ د سلمې کالیزې په مناسبت سل تکړه ماین پاکان وستایل.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.