ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

حکمتيار: په افغانستان کې د جنګ د دوام يواځينى دليل د بهرنيو ځواکونو شتون دى

حکمتيار: په افغانستان کې د جنګ د دوام يواځينى دليل د بهرنيو ځواکونو شتون دى

author avatar
26 Jul 2019 - 16:15
حکمتيار: په افغانستان کې د جنګ د دوام يواځينى دليل د بهرنيو ځواکونو شتون دى
author avatar
26 Jul 2019 - 16:15

 کابل (پژواک، ۴ زمرى ۹۸): ګلبدين حکمتيار په ولسمشرۍ ټاکنو کې د حاکم ټيم د لاسوهنې په اړه د اندېښنې څرګندولو ترڅنګ وايي، رڼې، عادلانه، ټولو ته د منلو وړ او د بهرنيو هېوادونو له لاسوهنې پرته ټاکنې افغانستان ته له اوسني بحران څخه نجات ورکولى شي.

 د حزب اسلامي رهبر او د ولسمشرۍ ټاکنو يو نوماند ګلبدين حکمتيار د خپلو پلويانو يوې غونډې ته وويل،افغانان پرېږدئ چې له اوسني بحران څخه د وتلو په موخه يوه افغاني لار ولټوي او دغه لار يواځې او يواځې رڼې، ټولو ته د منلو او د بهرنيو هېوادونو له لاسوهنې پرته ټاکنې دي. 

ده وويل چې سوله هغه مهال ټينګښت مومي چې افغانستان ازاد او خپلواک وي، افغانان پرېږدئ چې خپل راتلوونکى په خپله وټاکي، د خپلې خوښې نظام ولري، مشر يې د خلکو له خوا وټاکل شي، نه داسې حکومت چې د پرديو له خوا پرې تحميل شي. 

 هغه زياته کړه چې د تېر په څېر، له درغليو ډکې، فريب ورکوونکې او د بهرنيو په خوښ ټاکنې د بحرانونو او ستونزو د رامنځته کېدو لامل ګرځي او د بهرنيو له خوا په ټاکنو کې لاسوهنې هيڅ د منلو وړ نه دي. 

حکمتيار وويل :(( موږ هم مهاله د څلورو ټاکنو د ولسمشرۍ، ولايتي شورا، د ولسواليو د شورا او په غزني کې د ولسي جرګې د ټاکنو د ترسره کېدو غوښتونکي يو.)) 

هغه هم مهاله د څلورو يادو ټاکنو نه ترسره کېدو يواځينى دليل د اساسي قانون مطابق د لويې جرګې جوړېدو ته د زمينې له برابرېدو څخه وېره په ګوته کړه .  

نوموړي وويل، هيڅ افغان بايد که مهاجر وي، يا په ناامنو سيمو کې ژوند کوي او د جګړو له امله بې ځايه شوي وي، نو بايد په هيڅ پلمه څوک د رايې کارونې له حق څخه بې برخې نه شي.

حکمتيار، اوسنى حاکم ټيم د سولې په برخه کې په خنډ جوړولو تورن کړ او ويې ويل هيڅ شخص نه شي کولى چې سوله انحصار کړي او دغه بهير په يواځې ځان مخته بوځي. 

 ده وويل چې له طالبانو سره خبرې کوونکى پلاوى بايد ټولشموله او ټولو لوريو ته د منلو وړ وي.

 هغه وايي : ((دولت دې د ګوندونو په استازيتوب جامع پلاوى وټاکي که د ګوندونو په ګډون جامع پلاوى ونه ټاکل شي نو هرڅوک به خپله لاس په کار شي او دغه کار به بيا ډېرې ستونزې رامنځته کړي.))

ده په افغانستان کې د جګړې يواځينى دليل د بهرنيو ځواکونو شتون ياد کړ او ويې ويل، ترهغه چې بهرني ځواکونه افغانستان پرې نږدي جګړه به په دې هېواد کې دوام ولري او افغانان به سولې ته ونه رسيږي.

ده زياته کړه چې د سولې د خبرو پرمهال دې د طالبانو ټولې غوښتنې د حکومت او امريکا له لوري ومنل شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.