چاريکار (پژواک، ٤ زمرى ٩٨): د پنجشېر مسوولين وايي چې وسله والو طالبانو ددغه ولايت په پريان ولسوالۍ کې د ملي اردو يو سرتېرى وژلى دى.
د پنجشېر د والي د وياند مرستيال محمد منصور عنابي پژواک اژانس ته وويل چې تېره ورح ناوخته د ملي اردو يو شمېر سرتېري د سمې له خلکو سره دانجمن کوتل چې د پنجشېر د پريان او د بدخشان د کران ومنجان ولسواليو ترمنځ سرحدى دى د ساتنې په موخه تللي وو چې د وسله والو طالبانو له لوري پرې بريد شوى و.
هغه وويل چې په دغه بريد کې يو د ملي اردو سرتېرى وژل شوى او يو ملکي وګړى ټپي شوى دى.
د پنجشېر امنيه قوماندان محمد اسحاق تمکین په پريان کې د ملي اردو د يوه سرتېري وژل کېدل مني خو په دې اړه د نورو جزيياتو له ورکولو يې ډډه وکړه .
د بدخشان کران منجان ولسوالۍ چې د پنجشېر له پريان ولسوالۍ سره سرحد لري د وسله والو طالبانو له لوري نيول شوې ده .
د يوه بل خبر له مخې ، د پروان ولايت په کوه صافي ولسوالۍ کې د ٨٢ملي متري توپ پنځه مرمۍ چې د توغولو په موخه ځاى پرځاى شوې وې کشف او شنډ کړل شوې .
دغه مطالب د پروان ولايت امنيه قوماندانۍ په يوه خبرپاڼه کې څرګند کړى دى.
د دولت وسله والو مخالفينو تراوسه پورې په دې اړه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن