ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

دلیلي: قطري سوداګر به په افغانستان کې پانګونې ته وهڅوم

دلیلي: قطري سوداګر به په افغانستان کې پانګونې ته وهڅوم

author avatar
27 Jul 2019 - 09:58
دلیلي: قطري سوداګر به په افغانستان کې پانګونې ته وهڅوم
author avatar
27 Jul 2019 - 09:58

دوحه (پژواک، ٥ زمرى ٩٨): په قطر کې د افغانستان سفير وايي، هڅه به وکړي چې د قطر سوداګر په افغانستان کې پانګونې ته وهڅوي چې په دې سره به د دواړو هېوادونو ترمنځ دوه اړخیزې اړیکې پراخې او مستقیمې الوتنې به پیل شي.

په قطر کې د افغانستان نوي ټاکل شوي سفير عبدالحکيم دليلي له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وويل چې دى د سفیر په توګه له يوه جامع کاري پلان سره راغلى او هيله لري چې د دغه پلان په پلي کېدو سره د هېواد او هېوادوالو له غوښتنو سره سم لاستنه راوړنې ولري.

دليلي تېره مياشت په قطر کې د افغانستان د سفير په توګه ټاکل شوى او تېره اوونۍ يې دنده پيل کړې ده.

هغه د لوړو زده کړو او کاري تجربې تر څنګ شاوخوا دوه لسيزې په قطر کې تېرې کړې او ويل کېږي چې د دغه هېواد او خلکو په اړه ښه معلومات لري.

دليلي وايي، اوس يې نوې دنده پيل کړې او د خپل فعاليت په اړه ډېر څه نه شي ويلى، خو زياتوي چې دى به ډېره هڅه وکړي چې قطري پانګوال په افغانستان کې پانګونې ته وهڅوي او هغوى ته ډاډ ورکړي چې په افغانستان کې ورته د پانګونې لپاره پوره زمينه مساعده ده.

نوموړي زياته کړه، دغه راز هڅه به وکړي چې د افغان او قطري سوداګرو ترمنځ اړيکې پراخې او د دواړو هېوادونو ترمنځ بې ساري سوداګر رامنځته شي.

ده وويل چې په افغانستان کې د قطر لپاره په کافي اندازه خوراکي توکي، مېوې، سابه او کاني خام مواد شته چې قطر ورته اړتيا لري.

د افغان سفير په وينا، اوس مهال د کابل- قطر ترمنځ مستقيمې الوتنې نشته او د دې ستونزې د حل لپاره به ژر لاس په کار شي.

نوموړي وويل چې افغانستان له قطر سره ښې دوستانه اړيکې لري او د دغو اړيکو د لا پياوړتيا لپاره به نورې هڅې وکړي څو د دواړو هېوادونو ترمنځ اقتصادي، سوداګريزې، ټولنيزې او ډيپلوماتيکې اړيکې لا پیاوړې شي.

دليلي زیاتوي، هغه افغانان چې پاکستاني پاسپورټونه لري، د هغوی د پاسپورټونو د افغاني کولو لړۍ روانه ده او دغه ستونزه به یې ډېر هواره شي.

هغه زياتوي، د کابل- قطر ترمنځ د مستقیمو الوتنو له پيل سره به هېواد ته په ستنېدو کې افغانانو ته اسانتیا رامنځته شي او دغه کار یې په لومړیتوبونو کې دی.

بلخوا په قطر کې د افغانستان سفير وايي، په دوحه کې د افغانستان د سولې په اړه خبرو کې به د افغان حکومت له کړنلارې او لارښوونې سره برخه واخلي او دغه خبرې به له نږدې څاري.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.