کندهار (پژواک، ٥ زمری ۹۸): د کندهار د برېښنا ریاست چارواکي وايي، د ۲۰۲۰ زېږدیز کال تر پایه به د یو شمېر پروژو په بشپړېدو سره د دغه ولایت د برېښنا اړتیا ۸۰ سلنه پوره شي.
د کندهار د برېښنا رییس امان الله ایوب فاروقي دغه څرګندونې له پژواک خبري اژانس سره په مرکه کې وکړې.
فاروقي وویل، له غزني تر کندهاره د ۲۲۰ کیلوولټ برېښنا د پایو او مزو نصبولو چارې ۶۰ سلنه ترسره شوې او پاتې چارې په چټکۍ روانې دي.
هغه زیاته کړه، د برېښا د دې پروژې تړون د افغانستان برېښنا شرکت په ۲۰۱۷ زېږدیز کال کې له KEC نړیوالې هندي کمپنۍ سره لاسلیک کړی.
د ده په خبره، یاده پروژه له ۱۱۳ میلیونه ډالرو څخه ډېر لګښت لري چې د امریکا متحده ایالتونو د پراختیایي ادارې/ USAID له خوا د افغانستان دولت له لارې ورکول کېږي.
ده هیله وښوده چې دغه پروژه به د راتلونکي ۲۰۲۰ زېږدیز کال په ډسمبر میاشت کې ګټې اخیستنې ته چمتو شي.
د ده په خبره، د برېښنا دا مهمه او لويه پراختیايي پروژه د غزني، زابل او کندهار ولایتونو (غزني ښار، قره باغ، مقر، شاجوی، کلات او کندهار ښار) له سل زرو ډېر پېرېدونکي له برېښنا برخمن کوي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن