هرات (پژواک، ۵ زمری ۹۸): په هرات کې سيمه ييز چارواکي په ياد ولايت کې د ځان وژنو هڅو زياتېدا د اندېښنې وړ بولي او وايي چې د روان کال په لومړيو څلورو مياشتو کې د ياد ولايت په روغتونونو کې د ځان وژنې ۶۶۰ هڅې ثبت شوي دي.
يادې سرچينې په داسې حال کې د تېر کال ورته مودې په پرتله سږکال د ځان وژنو هڅو ډېرېدو خبر ورکوي او وايي چې يواځې په تېره يوه مياشت کې ۱۳۷ د ځان وژنې هڅې د هرات په مرکزي روغتون کې ثبت شوې دي.
د هرات ولايت د حوزوي روغتون د چارواکو له معلوماتو سره سم، له ياد شمېر څخه په تېره يوه مياشت کې ۱۱ کسان مړه شوي دي.
د هرات حوزوي روغتون سرطبيب ډاکټر محمدعارف جلالي پژواک خبري اژانس ته وويل: ((په تېرو څلورو مياشتو کې د ځان وژنو هڅو په ياد شمېر کې ۴۵۸ يې د ښځو له لوري ترسره شوي دي او ۲۰۲ پيښې نارينه وو اړوند دي چې ۴ يې ځان ته د اور اچولو، ۳ يې د درملو خوړلو او ۴ د زندۍ کولو له امله دې روغتون ته راوړل شوي دي.))
ده زياته کړه، د ځان وژنو په پېښو کې ښکېل ډېری کسان له ۱۵- ۳۰ کلنو عمرونه لري.
د دې ترڅنګ د هرات ځيني اوسېدونکي په دې ولايت کې د ځان وژنو کچې لوړېدا په اړه اندېښنه ښيي او ټينګار کوي چې په لوړه کچه وزګارتيا او ټولنيزې ستونزې په دې ولايت کې د ځان وژنو پېښو ډېرېدو لامل شوي دي.
د هرات ښار اوسېدونکي عبدالواسع پژواک ته وويل: ((ځوانان د کورنيو ستونزو، اقتصادي کمزورتيا، کورني تاوتريخوالي او په کم عمر کې د ودونو له امله د ځان وژنې هڅه کوي.))
خو د هرات ښار بل اوسېدونکی نصيراحمد، اقتصادي ستونزې، فرهنګي يرغل او فرهنګي بېوزلي هغه عوامل بولي چې ځوانان ځان وژنې ته زړه ښه کوي.
د دې ترڅنګ سنتي کورنۍ، جبري ودونه، بې ځايه محدوديتونه، نه پوهاوی، نالوستي، د وزګارتيا او بېوزلۍ کچې لوړېدا، هغه موارد دي چې ځوانان ځان وژنې ته هڅوي.
په ورته مهال، د هرات ولايتي شورا غړي له حکومت څخه غواړي چې په دې ولايت کې د ځان وژنې هڅو کمېدو په برخه کې دې لاس په کار شي.
د ولايتي شورا غړي وکيل احمد کرخي پژواک خبري اژانس ته وويل: ((له بده مرغه په تېرو څو کلونو کې د ځان وژنې پېښې ډېرې شوي دي چې لامل يې وزګارتيا ده، هر کال له پوهنتونونو څخه زيات شمېر ځوانان فارغېږي؛ خو د کار کولو چانس ورته نشته.))
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن