خوست ښار (پژواک، ٥ زمرى ٩٨): په خوست ولايت کې د ۲۴۷ پروژو چارې پيل او د ۱۴۵ ميليونه افغانیو په لګښت پنځه لوی پلونه له جوړېدو وروسته ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.
د یادو پروژو د پرانیستې او د بنسټ ډبرو اېښودو په مراسمو کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر مجیب الرحمن کریمي، د تراسپورټ وزیر انجینر محمد یما یاري، د ملکي هوايي چلند عمومي رییس محمد قاسم وفايي زاده، د تراسپورټ په چارو کې د ولسمشر سلاکار مومند، د خوست والي محمد حلیم فدايي او نورو ځايي چارواکو برخه اخيستې وه.
په دغو مراسمو کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست په چوکاټ کې د ۵۹۸ ميلیونه افغانیو په لګښت د ۲۴۷ پروژو چارې پیل او ۴۵ نورې پروژې چې پرې ۲۲۴ ميلیونه افغانۍ لګښت شوی، ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د ولايت مقام وايي چې دغه راز د سړکونو څارنې او ساتنې ریاست په چوکاټ کې د ۱۴۵ ميلیونه افغانیو په لګښت پنځه لوی پلونه هم چې د دغه ولايت په بېلا بېلو سيمو کې جوړ شوي دي، ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن