د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

دلیلي: قطري سوداګر به په افغانستان کې پانګونې ته وهڅوم

دلیلي: قطري سوداګر به په افغانستان کې پانګونې ته وهڅوم

Jul 27, 2019 - 09:58

دوحه (پژواک، ٥ زمرى ٩٨): په قطر کې د افغانستان سفير وايي، هڅه به وکړي چې د قطر سوداګر په افغانستان کې پانګونې ته وهڅوي چې په دې سره به د دواړو هېوادونو ترمنځ دوه اړخیزې اړیکې پراخې او مستقیمې الوتنې به پیل شي.

په قطر کې د افغانستان نوي ټاکل شوي سفير عبدالحکيم دليلي له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وويل چې دى د سفیر په توګه له يوه جامع کاري پلان سره راغلى او هيله لري چې د دغه پلان په پلي کېدو سره د هېواد او هېوادوالو له غوښتنو سره سم لاستنه راوړنې ولري.

دليلي تېره مياشت په قطر کې د افغانستان د سفير په توګه ټاکل شوى او تېره اوونۍ يې دنده پيل کړې ده.

هغه د لوړو زده کړو او کاري تجربې تر څنګ شاوخوا دوه لسيزې په قطر کې تېرې کړې او ويل کېږي چې د دغه هېواد او خلکو په اړه ښه معلومات لري.

دليلي وايي، اوس يې نوې دنده پيل کړې او د خپل فعاليت په اړه ډېر څه نه شي ويلى، خو زياتوي چې دى به ډېره هڅه وکړي چې قطري پانګوال په افغانستان کې پانګونې ته وهڅوي او هغوى ته ډاډ ورکړي چې په افغانستان کې ورته د پانګونې لپاره پوره زمينه مساعده ده.

نوموړي زياته کړه، دغه راز هڅه به وکړي چې د افغان او قطري سوداګرو ترمنځ اړيکې پراخې او د دواړو هېوادونو ترمنځ بې ساري سوداګر رامنځته شي.

ده وويل چې په افغانستان کې د قطر لپاره په کافي اندازه خوراکي توکي، مېوې، سابه او کاني خام مواد شته چې قطر ورته اړتيا لري.

د افغان سفير په وينا، اوس مهال د کابل- قطر ترمنځ مستقيمې الوتنې نشته او د دې ستونزې د حل لپاره به ژر لاس په کار شي.

نوموړي وويل چې افغانستان له قطر سره ښې دوستانه اړيکې لري او د دغو اړيکو د لا پياوړتيا لپاره به نورې هڅې وکړي څو د دواړو هېوادونو ترمنځ اقتصادي، سوداګريزې، ټولنيزې او ډيپلوماتيکې اړيکې لا پیاوړې شي.

دليلي زیاتوي، هغه افغانان چې پاکستاني پاسپورټونه لري، د هغوی د پاسپورټونو د افغاني کولو لړۍ روانه ده او دغه ستونزه به یې ډېر هواره شي.

هغه زياتوي، د کابل- قطر ترمنځ د مستقیمو الوتنو له پيل سره به هېواد ته په ستنېدو کې افغانانو ته اسانتیا رامنځته شي او دغه کار یې په لومړیتوبونو کې دی.

بلخوا په قطر کې د افغانستان سفير وايي، په دوحه کې د افغانستان د سولې په اړه خبرو کې به د افغان حکومت له کړنلارې او لارښوونې سره برخه واخلي او دغه خبرې به له نږدې څاري.

د دليلي په خبره، دی باوري دى چې د قطر او افغانستان ترمنځ هر اړخيزې اړيکې به لکه څرنګه چې حکومت او دى يې هيله لري، جوړې کړي او قطر به په اقتصادي، سوداګريز او سياسي برخو کې د افغانستان نږدې ملګری هېواد وي.

نوموړي په دې مرکه کې ډاډ څرګند کړ چې د هېوادوالو لپاره د اسانتیاوو په رامنځته کولو کې به بریالی وي.

په قطر کې يوه مېشت افغان لطيف سهاک پژواک اژانس ته وويل چې د کابل- قطر ترمنځ د مستقيمو الوتنو نشتوالي له امله اړ دي چې لومړى کويټ، بيا اماراتو او وروسته کابل ته ولاړ شي.

هغه وايي، که د کابل- قطر ترمنځ مستقيمې الوتنې پيل شي دوى به نه يواځې له ستونزو خلاص شي، بلکې د دواړو هېوادونو ترمنځ په بېلابېلو برخو کې اړیکې لا پراخې شي.

هغه وويل چې که څه هم له پاکستاني پاسپورټونو څخه افغاني پاسپورټ ته د افغانانو د پاسپورټونو اړول پيل شوي، خو که دغه چاره ګړندۍ شي نو دوى به له دې ستونزې خلاص شي.

ده له نوي سفيره غوښتنه وکړه چې په قطر کې مېشتو افغان زده کوونکو ته په خپله مورنۍ ژبه د زده کړې اسانتيا هم برابره کړي او د ټولو افغانانو يو ګډ ګروپ به جوړ کړي چې د هرې ستونزې پر مهال له يو بل څخه خبر وي.

دغه راز په دوحه کې بل مېشت افغان عبدالهادي پژواک ته وويل چې دوى افغان سفير عبدالحکيم دليلي له نږدې پېژني او باوري دي چې د افغانانو ستونزو ته به پر وخت رسېدنه وکړي.

هغه زياته کړه چې په قطر کې نوی افغان سفیر به وکولی شي چې افغانانو ته په بېلابېلو برخو کې اسانتیاوې رامنځته کړي او د دواړو هېوادونو ترمنځ هر اړخیزې اړیکې پیاوړې کړي.

نوموړي له نوي سفيره غوښتنه وکړه چې له قطري چارواکو وغواړي چې يو شمېر افغانانو ته په قطر کې کاري زمینې رامنځته کؤي او په افغانستان کې ورته د بېلابېلو مهارتونو د زده کړو مرکزونه جوړ کړي.

نښه: 

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement