د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

"د راتلونکي میلادي کال تر وروستیو به د کندهار د برېښنا اړتیا ۸۰ سلنه پوره شي"

"د راتلونکي میلادي کال تر وروستیو به د کندهار د برېښنا اړتیا ۸۰ سلنه پوره شي"

Jul 27, 2019 - 10:05

کندهار (پژواک، ٥ زمری ۹۸): د کندهار د برېښنا ریاست چارواکي وايي، د ۲۰۲۰ زېږدیز کال تر پایه به د یو شمېر پروژو په بشپړېدو سره د دغه ولایت د برېښنا اړتیا ۸۰ سلنه پوره شي.

د کندهار د برېښنا رییس امان الله ایوب فاروقي دغه څرګندونې له پژواک خبري اژانس سره په مرکه کې وکړې.

فاروقي وویل، له غزني تر کندهاره د ۲۲۰ کیلوولټ برېښنا د پایو او مزو نصبولو چارې ۶۰ سلنه ترسره شوې او پاتې چارې په چټکۍ روانې دي.

هغه زیاته کړه، د برېښا د دې پروژې تړون د افغانستان برېښنا شرکت په ۲۰۱۷ زېږدیز کال کې له KEC  نړیوالې هندي کمپنۍ سره لاسلیک کړی.

د ده په خبره، یاده پروژه له ۱۱۳ میلیونه ډالرو څخه ډېر لګښت لري چې د امریکا متحده ایالتونو د پراختیایي ادارې/ USAIDinfo-icon له خوا د افغانستان دولت له لارې ورکول کېږي.

ده هیله وښوده چې دغه پروژه به د راتلونکي ۲۰۲۰ زېږدیز کال په ډسمبر میاشت کې ګټې اخیستنې ته چمتو شي.

د ده په خبره، د برېښنا دا مهمه او لويه پراختیايي پروژه د غزني، زابل او کندهار ولایتونو (غزني ښار، قره باغ، مقر، شاجوی، کلات او کندهار ښار) له سل زرو ډېر پېرېدونکي له برېښنا برخمن کوي.

د ده په خبره، دغه پروژه به د خلکو د اقتصاد پر پیاوړتیا، کرنیز سکټور او تولیداتو، پوهنې، فابریکو او د خلکو د ژوند د کچې په لوړېدو او ښه کېدو کې مثبتې اغېزې ولري.

دغه راز فاروقي یادونه وکړه چې په کجکي ولسوالۍ کې د برېښنا پر بند د دویم فېز عملي چارې پيل شوې چې په ترڅ کې به يې د څلورو توربينونو په نصبولو ۱۰۰ ميګاواټه برېښنا زیاته شي.

اوس مهال دغه بند د درېیو توربینونو په لرلو ۵۱ مېګاواټه برېښنا تولیدوي چې شاوخوا ۲۰ مېګاواټه یې کندهار ته ورکول کېږي.

د دې پروژې په بشپړېدو به د دغه بند د برېښنا تولید ۱۵۱ ته لوړ شي چې کندهار ته به هم ورڅخه برېښنا ورکړل شي.

دی وايي، په دې پروژه ۱۹۰ ميليونه امريکايې ډالره لګښت راځي.

نوموړي وویل، د کندهار لپاره د ۴۰ مېګاواټه لمریزې برېښنا د تولید د پلانټونو کارونه هم روان دي چې د ۱۵ مېګاواټه د تولید یو پلانټ څو اوونۍ مخکې د ولسمشر له خوا پرانیستل شو.

 

هغه زیاته کړه، په دې لړ کې د ۱۵ مېګاواټه سولر برېښنا د پروژې چارې چې د ترکۍ ۷۷ کمپنۍ پر غاړه وې چې اوس عملا کار ورڅخه اخیستل کېږي.

خو ده یادونه وکړه چې د ۱۵ مېګاواټه برېښنا چارې چې د هندۍ ډایناسټي او ۱۰ مېګاواټه برېښنا چارې چې د زولارستان کمپنیو له خوا پر مخ وړل کېږي، چارې یې ډېرې ورو روانې دي.

دی وايي، پر اړوندو کمپنیو یې فشار راوړی څو کارونه چټک کړي.

د ده په خبره، د دې پروژې له پرانیستو سره به د کندهار صنعتي پارک کافي برېښنا ولري او ډېرې بندې فابریکې به ورسره پرانیستل شي.

له تېرو څو کلونو راهیسې د برېښنا د کمښت له امله د کندهار د صنعتي پارک یوازې ۱۵۴ فابریکې نیمه فعالې دي خو ۱۳۵ نورې یو مخ بندې دي.

په کندهار کې له ٢٠٠ ډېرې فابريکې شته چې پنبه، غوړي، کنجاره، صابون، يخ، د کارتن لپاره کاغذ، پلاستيکي پايپونه، خوراکي توکي، غير الکولي مشروبات او نور په کې تولیدېږي، چې شاو خوا ٥ زره تنه پکې په بېلابېلو کارونو بوخت دي.

فاروقي دا هم وویل چې اوس مهال کندهار ته له کجکي بند څخه یوازې ۲۰ مېګاواټه برېښنا رسېږي چې په هیڅ توګه بسنه نه کوي.

خو هغه هم ډېر مهال د جګړو او نورو ستونزو له امله پرې کېږي چې بیرته رغول یې ورځې ورځې وخت اخلي.

دغه راز په دې وروستیو کې د ورځې له مخې د یوه سولر پلانټ څخه هم کندهار ښار ته ۱۵ مېګاواټه برېښنا ورکول کېږي.

نوموړی هیله مندي وښوده چې د دې پروژو په بشپړېدو سره به د راتلونکي ۲۰۲۰ زېږدیز کال تر پایه د کندهار د برېښنا اړتیا ۸۰ سلنه پوره شي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement