غزني ښار (پژواک، ٥ زمری ٩٨): نن سهار د غزني د اب بند ولسوالۍ پر مقام موټربم ځانمرګی بريد شوی چې په کې ١٥ سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د غزني د والي ویاند محمد عارف نوري د زمري په ٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه بريد سهار نږدې څلور نیمې بجې د ولسوالۍ په قراول کې د يو هاموې موټربم په وسيله شوى دی.
هغه زياته کړه چې په دې پېښه کې درې پوليس وژل شوي او ١٢ نور ټپيان دي.
د نوموړي په وينا، د چاودنې له امله د ولسوالۍ او امنيې قوماندانۍ ودانيو ته هم ﺯيان اوښتى دى.
د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې په دغه موتربم برید کې يې لسګونه سرتېرو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د يادونې ده، څه موده مخکې هم د يادې ولسوالۍ پر ودانۍ موټربم بريد شوى و.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن