جلال اباد (پژواک، ۵ زمری ۹۸): د لغمان چارواکي وايي، د دغه ولايت د ولايتي شورا د مرستيال پر موټر د سړک غاړې ماين چاودنه کړې او په کې شپږ کسان ټپيان کړي دي.
دوی وايي چې په دې چاودنه کې خپله د شورا مرستيال حاجي عبدالعزيز ته زیان نه دی اوښتی.
د لغمان د والي وياند اسدالله دولتزي د زمري په ۵مه پژواک ته وويل، نن سهار لس بجې او لس دقيقې د مرکز مهترلام اړوند د مسلم ده په سيمه کې د ولايتي شورا د مرستيال حاجي عبدالعزيز پر موټر چاودنه شوې ده.
هغه زياته کړه، چاودنه هغه مهال رامنځته شوې چې نوموړی په سيمه کې له يو جومات څخه د تېرېدو په حال کې و.
د نوموړي د معلوماتو له مخې چې په پېښه کې خپله د شورا مرستيال ته زيان نه دی اوښتی خو د هغه یو ساتونکی او پنځه عام وګړي ټپيان شوي دي.
دی وايي، ټپيان د سيمې اوسېدونکي دي او ټول د درملنې په موخه ولايتي روغتون ته انتقال شوي.
هغه د ټپيانو روغتيايي وضعيت د ډاډ وړ بللی دی.
د چاودنې مسووليت چا نه دی منلی.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن