کابل (پژواک، ۵ زمری ۹۸): د ولسي جرګې ځينو غړو د جرګې اداري پلاوی د هېوادوالو پر وړاندې پر کمزورۍ او بي کفايتۍ تورن کړ او وايي چې د اجنډا نه شتون له امله نننۍ غونډه ترسره نه شوه.
د ولسي جرګې نن ورځې غونډه د جرګې د مشر د غيابت او د اجنډا د نه موجوديت له امله جوړه نه شوه.
په ولسي جرګې کې د کابل خلکو استازي رمضان بشر دوست د ملي شورا په انګړ کې له رسنيو سره په خبرو کې وويل چې نننۍ غونډه د اداري پلاوي د بي کفايتۍ او کمزوري مديريت له امله ترسره نه شوه.
نوموړي د نن ورځې غونډه نه ترسره کول له ملت سره خيانت وباله او زياته يې کړه: ((نن يې د اجنډا نه شتون له امله اعلان وکړ چې په کمېسيونونو کې کار وکړئ؛ په داسې حال کې چې د کمېسيونونو په ټولو دفترونو کې د مشرانو جرګې غړي غونډه لري.))
هغه، د نننۍ غونډې نه ترسره کېدو اساسي لامل، جرګې ته د بدو، بې احساسو، بې مسووليته او بې ژمنې وکيلانو لار موندل په ګوته کړل او ويې ويل چې د وکيلانو دا کار له ملت سره خيانت دی.
بشردوست، د دې مطلب په څرګندولو سره چې د ولسي جرګې هر غړی په ورځ کې ۶۵۰۰ افغانۍ معاش اخلي، وويل چې په يوه ورځ کې د يوه مامور او يا اجير تنخوا اخلي؛ خو کار يې معلوم نه دی.
د ولسي جرګې دې غړي د اداري پلاوي له ټاکل کېدو وروسته د غونډو نصاب پر نه بشپړتيا د نيوکې ترڅنګ زياته کړه: ((له رايې اچونې او د ډالرو وېش څخه وروسته، ډېر شمېر وکيلان چې انجو، شرکت او بانک لري او بهر ډالر پيدا کوي، تالار ته نه حاضرېږي.))
په ولسي جرګې کې د ننګرهار خلکو استازي ابرالله مراد هم د نننۍ غونډې پر نه جوړېدو نيوکه وکړه او ويې ويل: ((د جرګې اداري پلاوی خورا کمزوری دی، د يوې اجنډا چمتوکولو وړتيا نه لري؛ له هغوی څخه څرنګه د هېواد نورو ستونزو ته د رسېدا تمه ولرو.))
خو د ولسي جرګې لومړي مرستيال اميرخان يار د کمېسيونونو پر نه همکارۍ نيوکه وکړه او ويې ويل چې اجنډا د کمېسيونونو او ولسي جرګې غړو له لوري په تالار کې وړانديز کېږي او اداري پلاوی په خپله خوښه د اجنډا چمتوکولو واک نه لري.
د هغه په وينا، له بده مرغه چې کمېسيونونو او د ولسي جرګې غړو، په اجنډا کې د شموليت لپاره کومه ځانګړې موضوع له هغوی سره نه ده شريکه کړې.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن