د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

​په وزيرستان کې ٦ پاکستاني سرتېري وژل شوي

​په وزيرستان کې ٦ پاکستاني سرتېري وژل شوي

Jul 27, 2019 - 16:28

کابل (پژواک، ٥ زمرى ٩٨): پاکستان اعلان کړى چې  په شمالي وزيرستان کې د وسله والو په بريد کې يې شپږ سرتېري وژل شوي دي.

پاکستاني رسنيو د زمري په ٥مه د پوځ د عامه اړيکو دفتر په حواله خبر ورکړى چې دا پېښه نن له غرمې مخکې د شمالي وزيرستان د ګرباز په سيمه کې رامنځته شوې ده.

سرچينې زياته کړه، د ډيورنډ فرضي  پولې ته څېرمه وسله والو د پاکستان د پوځ د ګزمې پر سرتېرو ډزې کړې دي.

د پاکستان پوځ ويلي چې په دغه بريد کې يې شپږ سرتېري وژل شوي دي.

تر اوسه د دغه بريد مسووليت چا پر غاړه نه دى اخيستى.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement