ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

غزني کې ننني موټربم بريد ۱۶ پاڅون کوونکو او پولیسو ته مرګ ژوبله اړولې ده

غزني کې ننني موټربم بريد ۱۶ پاڅون کوونکو او پولیسو ته مرګ ژوبله اړولې ده

author avatar
28 Jul 2019 - 09:24
غزني کې ننني موټربم بريد ۱۶ پاڅون کوونکو او پولیسو ته مرګ ژوبله اړولې ده
author avatar
28 Jul 2019 - 09:24

 

لومړى تعقيب- غزني ښار (پژواک، ٦ زمرى ٩٨): د غزني چارواکي وایي چې د اب بند ولسوالۍ په موټربم ځانمرګي بريد کې ١٦ پاڅون کوونکو او پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د والي ویاند محمد عارف نوري د زمري په ٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن سهار څلور بجې د اب بند ولسوالۍ د سرفراز کلا په سیمه کې د پاڅون کوونکو پر یوه مرکز موټربم برید وشو.

هغه زياته کړه چې د دغه بريد په ترڅ کې څلور پاڅون کوونکي وژل شوي او ۱۰ نور ټپیان شوي دي.

د نوري په وينا چې پاڅون کوونکو له دغه بريده مخکې له مخکې راپور درلود، نو ځکه له خپل مرکز بهر په کمین کې ناست وو.

د اب بند ولسوالۍ یو اوسېدونکی سعیدالله وایي چې په دغه برید کې د پاڅون کوونکو د سرپرست قوماندان نعمت په ګډون څلور کسان وژل شوي او تر ۱۴ پورې نور ټپیان دي.

نوموړی وایی، ډېری پاڅون کوونکي په مرکز کې نه وو، کنه ښايي مرګ ژوبله ډېره رامنځته شوې وای.

د والي ویاند محمد عارف نوري وایي چې په خوګیانو ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو او امنیتي ځواکونو ترمنځ نښته شوې چې په ترڅ کې یې دوه پولیس وژل شوي دي.

خو یوه بله سرچینه بیا وایي چې طالبانو له څو خواوو پر خوګیانو ولسوالۍ برید وکړ چې په ترڅ کې یې څلور پولیس وژل شوي او درې نور ټپیان دي.

هغه وایي چې وروسته په سیمه کې هوایي برید وشو چې طالبانو ته هم په کې مرګ ژوبله اوښتې ده.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد وایي چې د اب بند ولسوالۍ په ننني برید کې یې لسګونه پاڅون کوونکو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

په تېرو دوو میاشتو کې په غزني کې دغه شپږم موټربم برید دى چې ترسره کېږي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.