ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بغلان ته راستانه شوي کډوال: له موږ سره مرستې نه دي شوې

بغلان ته راستانه شوي کډوال: له موږ سره مرستې نه دي شوې

author avatar
28 Jul 2019 - 16:41
بغلان ته راستانه شوي کډوال: له موږ سره مرستې نه دي شوې
author avatar
28 Jul 2019 - 16:41

پلخمري (پژواک، ۶ زمری ۹۸): بغلان ولايت ته له ګاونډیو هېوادونو راستانه کډوال وايي چې تر اوسه هېڅ مرسته ورسره نه ده شوې او اقتصادي وضعیت يې نور هم خراب شوی دی.

له پاکستانه راستون شوی کډوال محمد عزیز د زمري په ۶مه پژواک خبري اژانس ته وویل: ((دوه نیم کاله کېږي چې خپل هېواد ته راستون شوی يم، خو ژوند مې له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دی.))

هغه زياته کړه، د کډوالو چارو وزارت له خوا ورسره د مرستو ژمنې وشوې خو تر اوسه یې هېڅ نه دي ترلاسه کړي.

دی زیاتوي، یو شمېر راستنې شوې کورنۍ، له دې امله چې مرستې ورسره ونه شوې، بېرته کډه شوې دي.

بل کډوال مولوي سراج الدین وايي: ((په ۲۰۱۶ میلادي کال کې هېواد ته راستون شوم، د کډوالو چارو وزارت ورسره د یوې نومرې ځمکې ژمنه ه کړې وه، خو تر اوسه مې نه ده ترلاسه کړې او بې کوره ګرځم.))

دی وايي، د کډوالو چارو د وزیر په لاسلیک د یوې نومرې ځمکې اسناد لري خو په بغلان کې یې تر اوسه ځمکه نه ده ترلاسه کړې.

د ده په څېر ډېرې کورنۍ هېواد ته پر راتلو پښېمانه شوې او بېرته پاکستان ته د تلو هوډ لري.

د بغلان د کډوالو شورا ریيس مسعود زمانخیل وايي، هېواد ته د راستانه شوو کډوالو ګیلې او شکایت پر ځای دي، ورسره شوې ژمنو ته رسېدنه نه ده شوې او دا چې باید هره کورنۍ ته یوه نومره ځمکه ورکړل شوې وای، نه ده ورکړل شوې.

بلخوا د بغلان د کډوالو چارو ريیس شریف الله شفق هم بغلان ته د راستانه شوو کډوالو شکایت پر ځای بولي او وايي، دوی له خیریه موسسو مرستې غوښتې دي، خو تر اوسه یې مثبت ځواب نه دی ورکړی.

هغه پژواک اژانس ته وويل، د هېواد په نورو ولایتونو کې ګڼ شمېر خیریه موسسې فعالیت لري خو بغلان چې په شمال کې ناامن ولایت دی او ډېر کډوال لري، د خیریه موسسو فعالیت په کې پر نشت حساب دی.

د نوموړي په وينا، په دې اړه یې څو ځلې د کډوالو چارو وزارت ته شکایت کړی او له خیریه موسسو یې غوښتنه کړې چې په بغلان کې زرګونه کورنۍ او بهرنۍ کډوالې کورنۍ شته چې لازمو مرستو ته اړتیا لري خو تر اوسه یې په اړه لازم ګام نه دی پورته شوی.

شفق زیاتوي، په بغلان کې له دېرش زرو ډېرې کورنۍ او له ګاونډیوهېوادونو راستانه شوې کډوالې کورنۍ شته چې له یو شمېر کورنیو سره به یې په نږدې راتلونکي کې مرستې وشي خو لازمو مرستو ته اړتیا شته چې باید ترسره شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.