د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د بلخ عالمان: حکومت او سياستوال دې د سولې او ټاکنو پروسو کې مسوولانه چلند وکړي

د بلخ عالمان: حکومت او سياستوال دې د سولې او ټاکنو پروسو کې مسوولانه چلند وکړي

Jul 28, 2019 - 16:39

 مزارشريف (پژواک، ٦ زمری، ۹۸): د بلخ ديني عالمان وايي چې افغانان دې د خپلواکۍ بېرته اخيستو د سلمې کاليزې په وياړ نیول کېدونکو مراسمو او برنامو کې په پراخه کچه ګډون وکړي.

ديني عالمانو دغه څرګندونې د زمري په ۷مه په مزارشريف کې د خپلواکۍ بېرته اخيستو په مناسبت جوړې شوې غونډه کې وکړې.

د دغو مراسمو د ګډونوالو بله غوښتنه دا وه چې افغان حکومت او سياسيون دې د سولې او ټاکنو له ملي پروسو سره مسوولانه چلند وکړي.

د حج او اوقافو وزارت سلاکار غلام الدين کلانتري د دې غونډې په څنډه کې پژواک اژانس ته وويل چې ياد وزارت د ولسمشرۍ ماڼۍ له لارښوونې سره سم په ټول هېواد کې د خپلواکۍ سلمې کليزې په وياړ شاوخوا ۱۰۰ دينې برنامې جوړوي.

نوموړي زياته کړه چې په ياده لړۍ کې د سیرت النبي سيالي، د حسن قرائت سيالي، د نعت خوانۍ سيالي، د افغانستان په ټولو زونونو کې د خپلواکۍ بېرته اخيستو په تړاو د ديني عالمانو له خوا د سيمينارونو جوړول او همدا راز د جمعې ورځې په خطبو کې د استقلال پر اهميت وعظ او خبرې کول شامل دي.

هغه زياتوي چې د افغانستان د استقلال د بېرته اخيستو په لاره کې د غازي امان الله خان په مشرۍ د هېواد ټولو مېشتو قومونو ونډه درلوده.

د هغه په وينا اوس په کار ده چې افغانان هم په د يووالي او ورورګلوۍ په فضا کې د استقلال سلمه کاليزه ونمانځي.

د بلخ ديني عالم سيد شاه زمان محسني پژواک ته وويل چې د خپلواکۍ ورځې په تجليل او نمانځلو سره خلکو کې د ازاد او خپلواک اوسېدو حس پياوړی کېږي.

هغه د وخت له انګريزي استعمار څخه د افغانستان ژغورل او د خپلواکۍ اخيستل ستر وياړ وباله خو زياته يې کړه چې له تېرو څلورو لسيزو راپه دېخوا افغانانو په بشپړې خپلواکۍ کې ژوند نه دی کړی.

دغه ديني عالم وويل: ((په تېرو څو لسيزو جګړو کې افغانان ووژل شول او همدا راز وځورول شول. متاسفانه چې موږ اوس هم د همدې جګړو او ستونزو له امله بشپړه خپلواکي نه لرو، په نورو هېوادونو متکي يو او همدا راز نور هېوادونه مو په چارو کې لاسوهنه کوي.))

نوموړي له افغانانو غوښتنه وکړه چې د خپلواکۍ سلمې کليزې په وياړ د استقلال په مناسبت نیول شوو بېلابېلو مراسمو کې پراخه ونډه واخلي.

هغه همدا راز وويل چې هېوادوال دې د اسلام سپېڅلي دين د لارښوونو په رڼا کې د وطن په ساتنه او بيا رغونه کې ونډه واخلي.

د بلخ د ولايتي شورا رييس افضل حديد هم د خپلواکۍ بېرته اخيستو سلمې کاليزې په وياړ له هېوادوالو په جشنونو کې د پراخ ګډون کولو هيله وکړه او همدا راز يې وويل چې افغانان دې په دې ورځ خپلې ټولې ناخوالې او بدبينۍ هېرې کړي.

هغه زياته کړه چې د استقلال نمانځنې تر څنګ د ټاکنو او سولې په څېر ملي پروسې هم په مخکې دي.

حديد له افغان حکومته غوښتنه وکړه چې د ټاکنو او سولې ملی پروسو پر وړاندې بايد مسوولانه چلند وکړي.

سل کاله وړاندې غازي امان الله خان له انګرېزانو د افغانستان خپلواکي بېرته واخيسته.

افغان حکومت سږ کال د خپلواکۍ بېرته اخيستو د نمانځنې په موخه په لويه کچه تدابير نيولي دي. 

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement