ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بلخ عالمان: حکومت او سياستوال دې د سولې او ټاکنو پروسو کې مسوولانه چلند وکړي

د بلخ عالمان: حکومت او سياستوال دې د سولې او ټاکنو پروسو کې مسوولانه چلند وکړي

author avatar
28 Jul 2019 - 16:39
د بلخ عالمان: حکومت او سياستوال دې د سولې او ټاکنو پروسو کې مسوولانه چلند وکړي
author avatar
28 Jul 2019 - 16:39

 مزارشريف (پژواک، ٦ زمری، ۹۸): د بلخ ديني عالمان وايي چې افغانان دې د خپلواکۍ بېرته اخيستو د سلمې کاليزې په وياړ نیول کېدونکو مراسمو او برنامو کې په پراخه کچه ګډون وکړي.

ديني عالمانو دغه څرګندونې د زمري په ۷مه په مزارشريف کې د خپلواکۍ بېرته اخيستو په مناسبت جوړې شوې غونډه کې وکړې.

د دغو مراسمو د ګډونوالو بله غوښتنه دا وه چې افغان حکومت او سياسيون دې د سولې او ټاکنو له ملي پروسو سره مسوولانه چلند وکړي.

د حج او اوقافو وزارت سلاکار غلام الدين کلانتري د دې غونډې په څنډه کې پژواک اژانس ته وويل چې ياد وزارت د ولسمشرۍ ماڼۍ له لارښوونې سره سم په ټول هېواد کې د خپلواکۍ سلمې کليزې په وياړ شاوخوا ۱۰۰ دينې برنامې جوړوي.

نوموړي زياته کړه چې په ياده لړۍ کې د سیرت النبي سيالي، د حسن قرائت سيالي، د نعت خوانۍ سيالي، د افغانستان په ټولو زونونو کې د خپلواکۍ بېرته اخيستو په تړاو د ديني عالمانو له خوا د سيمينارونو جوړول او همدا راز د جمعې ورځې په خطبو کې د استقلال پر اهميت وعظ او خبرې کول شامل دي.

هغه زياتوي چې د افغانستان د استقلال د بېرته اخيستو په لاره کې د غازي امان الله خان په مشرۍ د هېواد ټولو مېشتو قومونو ونډه درلوده.

د هغه په وينا اوس په کار ده چې افغانان هم په د يووالي او ورورګلوۍ په فضا کې د استقلال سلمه کاليزه ونمانځي.

د بلخ ديني عالم سيد شاه زمان محسني پژواک ته وويل چې د خپلواکۍ ورځې په تجليل او نمانځلو سره خلکو کې د ازاد او خپلواک اوسېدو حس پياوړی کېږي.

هغه د وخت له انګريزي استعمار څخه د افغانستان ژغورل او د خپلواکۍ اخيستل ستر وياړ وباله خو زياته يې کړه چې له تېرو څلورو لسيزو راپه دېخوا افغانانو په بشپړې خپلواکۍ کې ژوند نه دی کړی.

دغه ديني عالم وويل: ((په تېرو څو لسيزو جګړو کې افغانان ووژل شول او همدا راز وځورول شول. متاسفانه چې موږ اوس هم د همدې جګړو او ستونزو له امله بشپړه خپلواکي نه لرو، په نورو هېوادونو متکي يو او همدا راز نور هېوادونه مو په چارو کې لاسوهنه کوي.))

نوموړي له افغانانو غوښتنه وکړه چې د خپلواکۍ سلمې کليزې په وياړ د استقلال په مناسبت نیول شوو بېلابېلو مراسمو کې پراخه ونډه واخلي.

هغه همدا راز وويل چې هېوادوال دې د اسلام سپېڅلي دين د لارښوونو په رڼا کې د وطن په ساتنه او بيا رغونه کې ونډه واخلي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.