ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د دایکنډي په کجران کې د ناامنیو ډېرېدو غبرګون کې د تحصن خېمه درول شوې

د دایکنډي په کجران کې د ناامنیو ډېرېدو غبرګون کې د تحصن خېمه درول شوې

author avatar
28 Jul 2019 - 14:44
د دایکنډي په کجران کې د ناامنیو ډېرېدو غبرګون کې د تحصن خېمه درول شوې
author avatar
28 Jul 2019 - 14:44

 

نيلى (پژواک، ٦ زمری ٩٨): د دایکنډي لسګونو اوسېدونکو د دغه ولایت په کجران ولسوالۍ کې د تحصن خېمه درولې او حکومت پر بې کفایتۍ تورنوي.

په تحصن کوونکو کې چې شمېر یې له ۱۰۰ کسانو ډېر دي، د مدني بنسټونو استازي، سپین ږیري او د ولایتي شورا استازي شامل دي او تېر ماښام یې د دغه ولایت د سیمه ییزې ادارې د دروازې مخې ته د تحصن خېمه درولې ده.

د رحمت الله شریعتي په نوم یو مدني فعال او د تحصن ګډونوال پژواک خبري اژانس ته وویل: ((څو چې په کجران کې چاڼیز عملیات ترسره نه شي، د طالبانو د ځپلو لپاره سیمې ته ډېر دفاعي سرتېري ونه لېږل شي ... دا خېمه به ولاړه وي.))

هغه زیاته کړه، له یوې میاشتې ډېر وخت کېږي چې طالبان په دوامداره ډول په کجران ولسوالۍ بریدونه کوي، چې د یادو بریدونو په پایله کې له ۷۰ ډېرو امنیتي سرتېري وژل شوي او ټپیان دي.

نوموړي وویل: ((دولت تر اوسه د امنیتي وضعیت د ښه کېدو لپاره هېڅ توجه نه ده کړې، د مرکزي دولت دې نه پاملرنې او ناامنیو له امله ددغه ولایت اوسېدونکي سخت اندېښمن دي.))

دغه راز د دایکنډي د ولایتي شورا غړي غیرت علي جواهري هم حکومت پر بې توجهۍ تورن کړ او ویې ویل، څو چې د کجران امنیتي وضعیت ښه نه شي د تحصن دغه خېمه به ولاړه وي.

 

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.