ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سږ کال په ننګرهار کې د پیازو حاصلات ۳۳زره ټنه شوي

سږ کال په ننګرهار کې د پیازو حاصلات ۳۳زره ټنه شوي

author avatar
28 Jul 2019 - 16:31
سږ کال په ننګرهار کې د پیازو حاصلات ۳۳زره ټنه شوي
author avatar
28 Jul 2019 - 16:31

جلال اباد (پژواک، ۶ زمری ۹۸): د ننګرهار ولايت کروندګر خوښ دي چې سږ کال يې د پيازو کروندو ښه حاصل ورکړی او بازار يې هم تر نورو کلونو ښه دی.

بلخوا ځايي چارواکي وايي، په دغه ولايت کې سږ کال ۳۳زره ټُنه د پيازو حاصلات راټول شوي چې زياته برخه يې په همدغه ولايت کې مصرف شوي دي.

د ننګرهار رودات ولسوالۍ يوه له هغو ولسواليو ده چې پيازو يې تر نورو ډېر او ښه بازار درلود او کروندګرو ته يې ښه ګټه په لاس ورغلې ده.

دوی که څه هم له بازاره خوښ دي خو وايي، د سړو خونو نشتوالي له امله د پيازو ډېره برخه پاکستان ته لېږدول شوې ده.

هغوى غوښتنه کوي، که يې په سيمو کې سړې خونې ورته جوړې  شي نو سبزي به په کې د فصل په وخت کې زېرمه کېږي او په نورو وختونو کې به د بهرنيو حاصلاتو واردېدو مخه پرې نیولې وي.

د ننګرهار د روداتو ولسوالۍ د مزينې سيمې اوسېدونکي جمعه ګل چې په خپله ځمکه کې يې پياز کرلي، وايي چې سږ کال يې د پټي حاصلات ډېر ښه و چې له امله يې ښې پيسې ترلاسته کړې دي.

هغه پژواک ته وويل: ((سږ کال يو جريب ځمکې۸۰  شل منۍ بوجۍ پياز ورکړي چې يو من له ۱۳۰ څخه تر ۱۶۰ کلدارې خرڅېږي، ښه دي دلته سوداګر راځي همدلته خرڅېږي، د نورو کلونو په پرتله حاصل هم ښه دی او بازار هم ښه دی.))

يو بل کروندګر عصمت الله شکايت کوي چې د سړو خونو د نشتوالي له امله حاصلات ټول پاکستان ته صادرېږي، هلته په سړو خونو کې ساتل کېږي او بيا د وخت په تېرېدو بېرته دلته راوړل کېږي او پر خلکو په لوړه بيه پلورل کېږي.

نوموړی غوښتنه کوي: ((دلته دې ذخيرې جوړې شي چې سبزيجات په کې ذخيره کېږي، بيا به داسې نه کېږي چې بېرته زموږ سبزيجات پر موږ په ګرانه بيه خرڅ شي، لکه اوس چې پاکستان ته ځي او بيا نورو وختونو کې بېرته راوړل کېږي.))

بلخوا د ننګرهار د کرنې رياست چارواکي وايي چې سږ کال د دغه ولايت ۲۰۰۰ هکټاره ځمکه باندې پياز کرل شوي چې ښه حاصل يې ورکړی دی.

د کرنې رييس سميع الله نصرت پژواک سره مرکه کې وويل، په ننګرهار کې سږ کال د پيازو ۳۳زره ټُنه حاصلات راټول شوي چې زياته برخه يې د روداتو، چپرهار، ښيوې، سره رود او کامې ولسواليو کې کرل شوي وو.

نوموړي د کروندګرو د شکايتونو په ځواب کې وويل، د کرنې وزارت د ماليې له وزارت سره په ګډه يوه طرحه باندې کار کوي چې د بهرنيو سبزيجاتو د واردېدو مخه ونيول شي او کورنيو حاصلاتو ته بازار موندنه وشي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.