ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

عبدالله: که زموږ ټيم بریالی شي په هېواد کې به تلپاتې سوله ټینګه کړو

عبدالله: که زموږ ټيم بریالی شي په هېواد کې به تلپاتې سوله ټینګه کړو

author avatar
28 Jul 2019 - 18:48
عبدالله: که زموږ ټيم بریالی شي په هېواد کې به تلپاتې سوله ټینګه کړو
author avatar
28 Jul 2019 - 18:48

کابل (پژواک، ۶ زمری ۹۸): د ثبات او همپالنې ټيم د ټاکنیزو منډو ترړو په لومړۍ ورځ اعلان وکړچې له فساد سره د مبارزې ترڅنګ به د سولې ټينګښت لپاره چې د خلکو لاسته راوړنې زیانمنې نه کړي، هڅه وکړي.

ټاکل شوې چې ولسمشرۍ ټاکنې د روان کال تلې په شپږمه ترسره شي.

د ټاکنیزمهالوېش له مخې، نن (زمري ۶مه) د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره د ۱۸ نوماندانو ترمنځ ټاکنیزې سيالۍ پیل شوې او د ۶۰ ورځو لپاره به دوام ومومي.

په همدې مناسبت، نن د ثبات او همپالنې ټيم لومړۍ غونډه د شاوخوا درې زرو کسانو په ګډون په کابل کې جوړه شوه، د دې غونډې ډېری ګډونوالو، فیروزه يي رنګه دستمالونه په غاړو کې اچولي  وو.

په دې ټاکنیز ټيم کې د ولسمشرۍ نوماند ډاکټرعبدالله عبدالله وویل: (( په تېرو څلوېښتو کلنو کې د تپل شوو جګړو له امله، زموږ زرګونه هېوادوال وژل شوي دي، د هېوادوالو لومړنۍ اړتيا سوله ده او که زموږ ډله بریالۍ شوه په هېواد کې به تلپاتې سوله ټينګه کړو.))

نوموړي زياته کړه: (( د سولې ټينګښت زموږ ايماني او وجداني مسووليت دی، د دې ډلې غړي به هڅه وکړي چې له هرې ممکنه لارې سوله ټينګه کړي؛ په دې شرط چې د هېوادوالو عزت او حقونه په کې له منځه ولاړ نه شي او لاسته راوړنې یې وساتل شي.))

هغه له نړيوالې ټولنې هم وغوښتل چې افغانستان او د دې هېواد حکومت چې د راتلونکو ټاکنو پر بنسټ جوړيږي، همکاري وکړي.

عبدالله وویل چې د هغه  ډله له تجربه لرونکو سياستوالو او ژمنو ځوانانو جوړه ده او د هېواد ملي ګټو ته ژمن دي.

نوموړي زیاته کړه: ((بشپړ باور لرو چې زموږ ولس به په ټاکنو کې پراخ ګډون وکړي او د هېواد برخليک به زموږ ډلې ته د رایې ورکولو له لارې وټاکي، څوک چې همدا اوس د درغليو سوچ کوي، باطل خوبونه ويني.))

د افغانستان د وحدت اسلامي ګوند مشر کریم خلیلي او د ثبات او همپالنې مشرتابه ډلې غړي په نننۍ غونډه کې وویل چې د دې ډلې يوه موخه، پر ارګ د خلکو بيا باور ترلاسه کول دي..

نوموړي ادعا وکړه چې په تېرو څلوېښتوکلونو کې د ارګ ډلې مديريت، سترې ستونزې را ټوکولې دي.

د نوې ملي جبهې مشر انوارالحق احدي او د ثبات او همپالنې ټاکنیزه ډله کې د حکومت اجرايي رييس هم په هېواد کې سوله مهمه وبلله ويې ويل چې دا ډله به د فساد پر وړاندې مبارزه وکړي او فساد به پنځوس سلنه کم کړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.