د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

غزني کې ننني موټربم بريد ۱۶ پاڅون کوونکو او پولیسو ته مرګ ژوبله اړولې ده

غزني کې ننني موټربم بريد ۱۶ پاڅون کوونکو او پولیسو ته مرګ ژوبله اړولې ده

Jul 28, 2019 - 09:24

 

لومړى تعقيب- غزني ښار (پژواک، ٦ زمرى ٩٨): د غزني چارواکي وایي چې د اب بند ولسوالۍ په موټربم ځانمرګي بريد کې ١٦ پاڅون کوونکو او پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د والي ویاند محمد عارف نوري د زمري په ٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن سهار څلور بجې د اب بند ولسوالۍ د سرفراز کلا په سیمه کې د پاڅون کوونکو پر یوه مرکز موټربم برید وشو.

هغه زياته کړه چې د دغه بريد په ترڅ کې څلور پاڅون کوونکي وژل شوي او ۱۰ نور ټپیان شوي دي.

د نوري په وينا چې پاڅون کوونکو له دغه بريده مخکې له مخکې راپور درلود، نو ځکه له خپل مرکز بهر په کمین کې ناست وو.

د اب بند ولسوالۍ یو اوسېدونکی سعیدالله وایي چې په دغه برید کې د پاڅون کوونکو د سرپرست قوماندان نعمت په ګډون څلور کسان وژل شوي او تر ۱۴ پورې نور ټپیان دي.

نوموړی وایی، ډېری پاڅون کوونکي په مرکز کې نه وو، کنه ښايي مرګ ژوبله ډېره رامنځته شوې وای.

د والي ویاند محمد عارف نوري وایي چې په خوګیانو ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو او امنیتي ځواکونو ترمنځ نښته شوې چې په ترڅ کې یې دوه پولیس وژل شوي دي.

خو یوه بله سرچینه بیا وایي چې طالبانو له څو خواوو پر خوګیانو ولسوالۍ برید وکړ چې په ترڅ کې یې څلور پولیس وژل شوي او درې نور ټپیان دي.

هغه وایي چې وروسته په سیمه کې هوایي برید وشو چې طالبانو ته هم په کې مرګ ژوبله اوښتې ده.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد وایي چې د اب بند ولسوالۍ په ننني برید کې یې لسګونه پاڅون کوونکو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

په تېرو دوو میاشتو کې په غزني کې دغه شپږم موټربم برید دى چې ترسره کېږي.

د یادونې ده، له یادو بریدونو درې په غزني ښار او درې نور په ولسوالیو کې ترسره شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ هم د غزني د اب بند ولسوالۍ پر مرکز د موټربم برید وشو چې په ترڅ کې یې پنځه پولیس ووژل شول او تر شلو نور ټپیان شول.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement