کابل (پژواک، ۶ زمری ۹۸): د کورنيو چارو وزارت وايي چې د امرالله صالح اړوند پر روند سبز دفتر وسله وال ډله ييز بريد کې تر تر لږه درې تنه په کې وژل شوي او شل نور ټپيان دي.
د کورنيو چارو وزارت وياند نصرت رحيمي د دې مطلب په څرګندولو سره ويلي چې دا چاودنه نن مازديګر ۴ بجې او ۴۰ دقيقې د کابل ښار څلورمې امنيتي حوزې اړوند، شهيد څلورلارې ته څېرمه رامنځ ته شوې ده.
ده زياته کړه، چې په دې پېښه کې تراوسه پورې (د ماخوستن ٨:٣٠) درې تنه ملکي وګړي وژل شوي او شل نور ټپيان دي.
له بل پلوه د امنيه قوماندانۍ وياند فردوس فرامرز وايي چې لومړی د امرالله صالح دفتر ته څېرمه چاودنه وشوه او ورپسې څو بريدګر د ياد روند ودانۍ ته د ننه شوي دي.
هغه زياتوي چې امنيتي ځواکونو سيمه کلابند کړې او د پوليسو د ځانګړې قطعې ځواکونو بريدګر د پېښې په ځای کې محاصره کړي دي.
د نوموړي په خبره، امنيتي ځواکونه هڅه کوي چې ډېر ژر بريدګر له منځه يوسي؛ څو ملکي کسانو ته زيان وا نه وړ ي.
په ورته مهال د عامې روغتيا وزارت وياند ويلي چې تر اوسه له دې پېښې شپږ ټپيان روغتونونو ته لېږدول شوي دي.
د پژواک خبريال وايي چې جګړه د ماخوستن تر نهو بجو پورې روانه هم ده او سيمه د امنيتي ځواکونو له خوا کلابنده ده.
تراوسه هېڅ ډلې د دې بريد مسووليت نه دى منلى .
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن